وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا همڅنګ سره تماس٬ د ماليزيا قيادت او اولس له د لوي اختر مباركي

لاهور27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان د امن د اقدام په بشپړه ملاتړ كولو د ماليزيا د وزيراعظم ډاکټر انور ابراهيم مننه كولو سره دوي په منطقه كښې امن لپاره د جاري سفارتي هلو ځلو په اړه د تازه پېشرفت نه خبر كړو۔ د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم ډاکټر انور ابراهيم سره ټېلي فوني تماس نيولې۔ د وزيراعظم آفس …

لاهور27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان د امن د اقدام په بشپړه ملاتړ كولو د ماليزيا د وزيراعظم ډاکټر انور ابراهيم مننه كولو سره دوي په منطقه كښې امن لپاره د جاري سفارتي هلو ځلو په اړه د تازه پېشرفت نه خبر كړو۔ د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم ډاکټر انور ابراهيم سره ټېلي فوني تماس نيولې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا همڅنګ سره تماس٬ د ماليزيا قيادت او اولس له د لوي اختر مباركي وكړه۔ وزيراعظم انور ابراهيم هم وزيراعظم او د پاکستان اولس له د لوي اختر مباركي وركړه ۔ ده پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه ٬ د ماليزيا وزيراعظم په خليج كښې جنګ بندۍ او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره په جاري هلو ځلو كښې د پاکستان د مؤثره او د ستائنې وړ كردار وستائلو۔ ده وزيراعظم او د دوي ډلې لپاره دعا وكړه چې الله پاك دې دوي له نوروې كاميابۍ او قوت وركړي۔ وزيراعظم  شهباز شريف د  پاکستان د امن د اقدام په بشپړه ملاتړ د ماليزيا د وزيراعظم مننه كولو سره ھغه په منطقه كښې امن لپاره د جاري سفارتي هلو ځلو په اړه د تازه پېشرفت نه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل په دې هلو ځلو كښې د ماليزيا پشمول د وروڼو هېوادونو مرستې اهم كردار لوبولېدے۔ وزيراعظم ووئيل چې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د سفارتي ستړو  او د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د فعاله کردار په سبب پاکستان د امن عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې كامياب شوے۔ د ماليزيا وزيراعظم  د دې هلو ځلو ستائنه كولو سره فيلډ مارشل سيد عاصم منير لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم انور ابراهيم د پاکستان د امن اقدام د قائداعظم محمد علي جناح وژن او د نظريے عين له مخې ګرځولو سره د دې بشپړه ستائنه وكړه۔ د خبرو په پائې كښې وزيراعظم  شهباز شريف ووېيل زه وزيراعظم انور ابراهيم سره په اسلام آباد، کوالالمپور يا د بلې كومې نړيوالې دستورې په موقع بيا ملاقات ته منتظر يم٬ دواړو مشرانو د منطقې صورتحال او پېشرفت نه يو بل پرله پسې خبر ساتلو له هم سلا وكړه۔

مزید خبریں