د جمو و كشمير شخړه د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې منصفانه حل په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن لپاره ضروري دے، د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل سره په ملاقات كښې خبرې

  نيويارك 27 مئي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمو و کشمير شخړه د پاکستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله ګرځولو سره ووئيل چې د سلامتي کونسل اړوند قراردادونه او د کشميريانو د هيلو له مخې د دې منصفانه حل په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن لپاره ضروري دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده …

 

نيويارك 27 مئي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمو و کشمير شخړه د پاکستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله ګرځولو سره ووئيل چې د سلامتي کونسل اړوند قراردادونه او د کشميريانو د هيلو له مخې د دې منصفانه حل په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن لپاره ضروري دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټريش سره په ملاقات كښې كړې۔ نائب وزيرِاعظم د سلامتي کونسل د صدارت په مهال د چين لخوا په دې اهمه دستوره كښې ګډون لپاره د نيويارك په دوره دے۔ دواړو مشرانو د مېنځني ختيز په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام لپاره د مذاکراتو او سفارت کارۍ ودې لپاره د پاکستان د هلو ځلو پشمول په سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوي د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په اصلاحاتو، د جمو و كشمير په شخړه، افغانستان او د فلسطين پشمول په يو شمېر اهمو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سيکرټري جنرل انتونيو ګوټريس نړيوال امن و سلامتيا او د ملګرو ملتونو په پراخه اېجنډا كښې د پاکستان د فعال شموليت او مرستې ستائنه وكړه۔ نائب وزيرِاعظم ووئيل چې يو سوله ايز او مستحکم افغانستان سيمه ايز استحكام لپاره ډېر اهم دے٬ د پاكستان په ضد د ترهګرو ډلو لخوا افغان خاوره په پرله پسې استعمالېدو د تشويش څرګندونه كولو سره د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې قامي اسلاميات تحفظ او د خپلو وګرو دفاع لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو٬ د فلسطين په اړه نائب وزيرِاعظم فلسطيني اولس او د دوي د خپلواكۍ حق او آزاد رياست جائز هلو ځلو لپاره د پاکستان د غير متزلزل حمايت پخَې وكړو۔ ده ووئيل چې دوه رياستي حل او د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 له مخئ د غزه د امن منصوبې نفاذ لپاره د سيکرټري جنرل د مسلسل هڅو ستائنه وكړه۔ سيکرټري جنرل په ملګرو ملتون كښې د پاکستان د فعال کردار او نړيوال امن او سلامتيا لپاره د مسلسل خدماتو پشمول سفارتكاري او د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د مرستې ستائنه وكړه۔

مزید خبریں