وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ سره په ډېره جذبه او زړه پوری ماحول كښې ملاقات٬ د سفارتي اړيكو 75مه سالګره په ستراتېژك٬  او د سباٶن په مرسته اډانه نوي دور  بدلولو له سلاح

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين د دواړو هېوادونو د دوستۍ تاريخي وراثت مخ په وړاندې بوتللو سره د سفارتي اړيكو 75مه سالګره ستراتېژك٬ عمل او د سباٶن په مرسته اډانه په نوي دور  بدلولو ته اتفاق وكړو او وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې خبره زور راوړو چې ستراتېژكي رابطه كاري دې لا قوي كړې شي، د سي پيك ترقي مخ په وړاندې بوتللو او د …

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين د دواړو هېوادونو د دوستۍ تاريخي وراثت مخ په وړاندې بوتللو سره د سفارتي اړيكو 75مه سالګره ستراتېژك٬ عمل او د سباٶن په مرسته اډانه په نوي دور  بدلولو ته اتفاق وكړو او وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې خبره زور راوړو چې ستراتېژكي رابطه كاري دې لا قوي كړې شي، د سي پيك ترقي مخ په وړاندې بوتللو او د چين 15مه پنځه كلنه منصوبه دې”اړان پاکستان” سره همكاره كړې شي دغسې چې صنعتکاري، شريك روابط، سائنس و ټيکنالوجي، زراعت، د تجديد وړ ګرين انرژي او د ډيجيټل بدلون په څانګو كښې پراخه مرسته لا وده وركړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په بيجنګ كښې د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات په زړه پوری ماحول کښید  ډ ٧٥ مې سالګرې په نتاظر كښې شوې٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير پشمول سينئر وزيران او سرکاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د صدر شي جن پنګ لخوا تود هركلي مننه كولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې د پاکستان-چين د اوږدې مودې ستراتېژك کوآپريټو شراکت داري د پاکستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل  د بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال تناظر كښې د دواړو هېوادونو د آئرن فرېنډ شپ ستراتېژكي اهميت لا زيات شوے دے٬ وزيراعظم د چين د بنيادي مفاداتو په خاص توګه د “ون چائنا پاليسي” د پاکستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلې وكړو او د پاکستان د خپلواكۍ٬ سيمه ايز سالميت، قامي ترقۍ او معاشي استحکام لپاره د چين د مسلسل حمايت ستائنه وكړه۔ وزيراعظم يو ورځ وړاندې د هانګژو د کاميابی دورې ذکر كولو سره د ژي جيانګ صوبي په پرمختګ كښې د صدر شي جن پنګ د کليدي کردار ستائنه وكړه چرته چې دوي د كال 2002ء نه تر 2007 ګورنر پاتې شوې ٶ۔ ده د صدر شي جن پنګ د جراتمندانه او دورانديش قيادت هم ستائنه وكړه كومې چې چين په يو سيمه ايز طاقت  بدل كړے٬ سيمه ايز امن لپاره د چين د حمايت ستائنی كولو سره وزيراعظم ووئيل د صدر شي جن پنګ د سيمه ايز امن لپاره د وړاندې كړې شوې څلور نكاتي تجويز ته په لويه كچه ډاډګيرنه ترلاسه شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل په موجوده غېر يقيني او كړكېچنه نړيواله وضعه كښې د پاکستان او چين دوستي او مرسته منطقه او په نړيواله د استحكام اهمه ذريعه جوړه شوې ده ۔ ده د صدر شي جن پنګ په وژن اډانه نړيوال اقدامات چې پكښې بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو، ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو، ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو، ګلوبل سولائزيشن انيشي ايټو او ګلوبل ګورننس انيشي ايټو شامل دي ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د “انسانيت د شريك سباٶن وړ نړيوالې ورورولۍ” وژن لپاره د پاکستان د بشپړه ملاتړ پخلې هم وكړو۔ صدر شي جن پنګ په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل چين او پاکستان په شريكه باور، تفهيم او مرستې اډانه “ناقابل شکست روايتي دوستي” جوړه كړې ده ۔ ده زور راوړو چې په نړيواله وضعه كښې د بدلون په باوجود به چين ګاٶنډيانو سره  خپلې پاليسۍ كښې پاکستان سره اړيكو ته تل ترجيح وركوي٬ دواړه مشران په دې خبره سلا شول چې د پاکستان-چين دوستۍ تاريخي وراثت به مخ په وړاندې بوتللو سره  75مه سالګري په ستراتېژك، عملي او د سباٶن په مرسته اډانه په يو نوي دور كښې بدلولې شي۔

مزید خبریں