د چين صدر د 4 نکاتي تګلارې بشپړ ملاتړ كوٶ٬ امن او د كاروبار بحالۍ لپاره به په ګډه كار كول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په بيجنګ كښې د هر كلي  دستورې ته وېنا

  بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خليج او مېنځني ختيز كښې امن لپاره د چين صدر شي جنګ پنګ د 4 نکاتي تګلارې بشپړ ملاتړ كولو سره ووئيل  نړۍ د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، امن او د كاروبار بحالۍ لپاره به په ګډه كار كول وي، چين د پاکستان د امن او جنګ بندۍ لپاره د هڅو بشپړهملاتړ كړے، معاملې په درست لوري مخ …

 

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خليج او مېنځني ختيز كښې امن لپاره د چين صدر شي جنګ پنګ د 4 نکاتي تګلارې بشپړ ملاتړ كولو سره ووئيل  نړۍ د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، امن او د كاروبار بحالۍ لپاره به په ګډه كار كول وي، چين د پاکستان د امن او جنګ بندۍ لپاره د هڅو بشپړهملاتړ كړے، معاملې په درست لوري مخ په وړاندې روانې دي۔ وزيراعظم دا خبره د ګل په ورځ پخپل اعزاز كښې په ګريټ هال آف دي پيپلز كښې پوې  وقار لرونكې د هر كلي  دستورې ته د وېنا په مهال وكړه ۔ په دې موقع د چين وزيراعظم لي  چيانګ، نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي سټاف، چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم  منير  او د پاکستان او چين  وزيران او اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين دورې په بلنه د چين وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل  د چين دوره زما لپاره تل د ډېرې خوشحالۍ سبب وي٬ كله چې چين ته راځم نو مونږ نوې ودانۍ او لويه ترقي وينو٬ وزيراعظم د چين وروڼو سره په شانشي ولايت كښې د سكرو په درنګ كښې په شوې چاٶدنه هم غمرازي وكړه د كومې په نتيجه كښې چې  يو شمېر قېمتي مرګ ژوبله شوې۔ وزيراعظم  ځپلو كورنيو سره د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ دا مهال د تاريخ په مهم موړ ولاړ يو ٬ پاكستان او چين د خپلو سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي٬ د پاك چين دوستۍ بنياد زمونږ بانيانو اېښودے ٶ او د دواړو هېوادونو د اړيكو مضبوط بنياد او مستحکم عمارت ئې جوړ كړے ٬ اوس مونږ دغه ورثه مخ په وړاندې بيايو او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو په سفر روان يو ۔ ده ووئيل پاکستان د امريکې  او ايران ترمېنځه په ثالثۍ كښې په زړه پورې كردار لوبوې، فيلډ مارشل سيد عاصم منير اوس د تهران نه دلته رارسېدلے دے٬ ھغوي پرله پسې په سفر كښې دي٬ فيلډ مارشل او نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امريکې٬ ايران او خليج هېوادونو پشمول ټولو سره په رابطه كښې دي۔ وزيراعظم  محمد شهباز شريف امن لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل په دې لړ كښې ډېر كار شوے دے او معاملات په سم لور روان دي۔ ده امن لپاره د پاکستان د هلو ځلو په بشپړ ملاتړ او جنګ بندۍ لپاره د چين صدر شي جنګ پنګ او د چين د قيادت د مرستې مننه وكړه۔ ده د صدر شي جنګ پنګ د 4 نکاتي تګلارې بشپړ ملاتړ كولو سره ووئيل  نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ يي سره په ملاقات كښې هم دوي د 5 نكاتي حمايتي پروګرام اعلان كړے ٶ، جنګ بندۍ لپاره به مونږ له په ګډه كار كول وي دغسې چې په نړۍ كښئ امن راشي او كاروبار  بحال شي، ده ووئېل دې بحران نه يوازې د منطقې معيشت بلكې پاکستان كوم چې تېل او د تيلو د مصنوعاتو خالص درآمد کونكے دے پشمول نړيواله ورورولې هم سخته ځپلې ده۔ د چين وزيراعظم لي چيانګ په دې موقع ووئيل چ چين پاکستان سره په ګډه د كار كولو عزم لري٬ پاكستان نزدې رابطه او همكاري برقرار ساتلې ده او د مشتركه مفادات تحفظ كوي ۔ هغه د پاکستان سيمه ايز امن لپاره د مثبت كردار ستائنې كولو سره ووئيل  صدر شي جن پنګ به نن وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات كوي كوم چې به دوه اړخيزه اړيكې لا ژورولو لپاره ستراتېژكي لارښودنه كوي۔ هغه ووئيل چين پاکستان سره روايتي دوستي زياتولو او دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري، مونږ پاکستان سره عملي مرستې ته پراختيا وركولو او د شريكې خوښې په چارو خبرو اترو له چمتو يو۔ د دې نه وراندې د چين وزيراعظم لي چيانګ د وزير اعظم محمد شهباز شريف او د پاکستان د پلاوي ګريټ هال آف دي پيپلز ته په راتګ تود هركلے وكړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو په ګرمجوشۍ سره ستړي مه شي وكړل او د خيرسګالۍ د جذبات يې څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم  نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد  اسحاق ډار، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د پاکستان د پلاوي نور غړي او د چين وزيراعظم د خپلې كابينې غړي وزيراعظم محمد شهباز شريف سره معارفي كړل۔ په دې موقع د دواړو  هېوادونو قامي سرودونه وغږولې شول او وزيراعظم ته د چين د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو٬ وزيراعظم شهباز شريف د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او د دې نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې وشوې

مزید خبریں