بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين د بنيادي قامي مفادات په اړه په ټولو چارو د يو بل د بشپړ ملاتړ پخلي كولو سره د پاکستان - چين شراکت داري عملي، د نتيجې وړ او د اعليٰ معيار د مرستې نوي پړاٶ ته داخلولو ته اتفاق كړے او د سي پېك په راتلونكي پړاٶ عملدرآمد لپاره يې د خپلو هيلو او عزم څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف د چين خپل همڅنګ سره وليدل٬ دواړو ډلو د بنيادي قامي مفادات په ټولو چارو د يو بل د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو

مزید خبریں
بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين د بنيادي قامي مفادات په اړه په ټولو چارو د يو بل د بشپړ ملاتړ پخلي كولو سره د پاکستان – چين شراکت داري عملي، د نتيجې وړ او د اعليٰ معيار د مرستې نوي پړاٶ ته داخلولو ته اتفاق كړے او د سي پېك په راتلونكي پړاٶ عملدرآمد لپاره يې د خپلو هيلو او عزم څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په بيجنګ د عوامي جمهوريه چين وزيراعظم لي چيانګ سره ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا ملاقات د پاکستان او چين ترمېځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په پس منظر كښې شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين خپل همڅنګ لي چيانګ د تود هركلي مننې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان-چين د اوږدې مودې په ستراتيژكي مرسته اډانه همكاري د پاکستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه فولادي دوستي په شريك باور، ستراتېژكي مرستې ، امن، ترقۍ او د خوشحالۍ په مشترکه عزم اډانه ده۔ دوي د دواړو هېوادونو د بنيادي قامي مفادات په اړه په ټولو چارو بشپړه ملاتړ لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دوي په دې خبره هم سلاح شول چې سي پېك د پاکستان په سماجي و اقتصادي پرمختګ كښې انقلابي کردار لوبولے ېدے۔ دواړٶ مشرانو د سي پېك په راتلونكي پړاٶ عملدرآمد لپاره د خپلو هيلو او عزم څرګندونه وكړه ٬ دواړو مشرانو د پاکستان-چين اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او سياسي، اقتصادي، ستراتېژكي، سکيورټي او د اولسي روابطو په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پرله پسې وده يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم زور راوړو چې د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې مهمه موقع د پاکستان او چين ترمېنځه تاريخي خېر سګالي په عملي، عوام دوسته او په سباٶن اډانه نتيجو بدلولو لپاره كارول پكار ده. وزيراعظم سي پېك او د دې د راتلونكي پړاٶ اعليٰ معيار پرمختګ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو چې پكښې صنعتکاري، دوه اړخيزه روابط، زراعت، سائنس و ټيکنالوجي، ډيجيټل بدلون، ګرين انرژي او سماجي و اقتصادي پرمختګ ته به خاص پام ګرځولې شي۔ وزيراعظم د چين 15م پنځه كلنه منصوبه او د پاکستان د پرمختيائي فرېم ورك”اُڑان پاکستان” ترمېنځه د همكارۍ پېدا كولو په اهميت رڼا واچوله دغسې چې د پاکستان پرمختيائي ترجيحات تند كړے شي او په شريكه ګټه اډانه مرستې ته لا وده وركړې شي۔ وزيراعظم خلائي تحقيق، مصنوعي زيركتياو د جديد ټيکنالوجيز پشمول په رامخې ته شوو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت هم زور راوړو۔ ده ووئيل د چين لخوا خلائي سټيشن پروګرام لپاره د پاکستاني خلا بازو انتخاب نوو او په ستراتېژكي څانګو كښې د پاکستان – چين د مرستې زياتېدو څرګندونه ده٬ دواړو ډلو نزدې رابطه كاري په ځاے ساتلو، په منصوبو عملدرآمد تندولو او د پاکستان – چين شراکت داري عملي، د نتيجه وړ او د اعليٰ معيار مرستې نوي پړاٶ ته داخلولو ته اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران احسن اقبال، رانا تنوير حسين، عطا الله تارړ، شزه فاطمه خواجه، حنيف عباسي، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر او سيد طارق فاطمي هم موجود وٶ










