ہانګژو۔25مئی (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د دې عزم پخلے كړے چې وزیراعظم یوتھ پروګرام به د ځوانانو معیاري تعلیم، فني تربیي، جدت او د روزګار ښو موقعو لپاره نړيوالو همكاريو ته لا ودې وركوي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د چین په هانګژو ښار كښې د چین-پاکستان فني و پیشه ورہ تعلیم، صنعتي مرستې تبادلې سیمینار ته خطاب كښې وكړه ۔ …
وزیراعظم یوتھ پروګرام به نړيوالو همكاريو ته لا وده وركوي ، رانا مشهود

مزید خبریں
ہانګژو۔25مئی (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د دې عزم پخلے كړے چې وزیراعظم یوتھ پروګرام به د ځوانانو معیاري تعلیم، فني تربیي، جدت او د روزګار ښو موقعو لپاره نړيوالو همكاريو ته لا ودې وركوي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د چین په هانګژو ښار كښې د چین-پاکستان فني و پیشه ورہ تعلیم، صنعتي مرستې تبادلې سیمینار ته خطاب كښې وكړه ۔ دا سیمینار د پاکستان او چین د سفارتي اړيكو 75 كاله په تر سره كېدو دستورو برهخه ؤ كوم چې د وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین دورې په موقع وكړے شو ۔سیمینار كښې د دواړو هېوادونو د حکومتي استازو ، تعلیمي پوهانو ، د فني تربیي وركونكو ادارو مشرانو او د صنعت سره تړون لرونكو شخصیات ګدون كولو ۔ په دې موقع د فني تعلیم، صنعتی مرستې او د هنر مند افرادي قوت رامخې ته كولو څانګو كښې د مرستې په زياتولو زور راوړلے شو










