اسلام آباد۔25مئی (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د اردن شاہ عبداللہ دوم ابن الحسین او د اردن ورور اولس ته د آزادۍ ورځ مبارکي وركولو سره وئېلي دي د پاکستان او اردن تر مينځه د شريك احترام، باور او د اقدارو په زړه پورې او زړې اړېكې قائم دي او دواړه هېوادونه په پراخه سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې مفاهمت او همغږي لري ۔ د اردن …
صدر مملکت آصف علی زرداري د اردن شاہ عبداللہ دوم ابن الحسین او د اردن ورور اولس ته د آزادۍ ورځ مبارکي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔25مئی (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري د اردن شاہ عبداللہ دوم ابن الحسین او د اردن ورور اولس ته د آزادۍ ورځ مبارکي وركولو سره وئېلي دي د پاکستان او اردن تر مينځه د شريك احترام، باور او د اقدارو په زړه پورې او زړې اړېكې قائم دي او دواړه هېوادونه په پراخه سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې مفاهمت او همغږي لري ۔ د اردن آزادۍ ورځې په موقع د ګل په ورح د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري خپل پیغام كښې صدر مملکت دا باوري څرګند كړو جې د پاکستان او اردن تر مينځه د ورورولۍ اړېكې به راروانو كلونو كښې لا مضبوطې شي ۔صدرآصف علي زرداري د شاہ عبداللہ په نومبر 2025 كښې د پاکستان دوره دوه اړخيزه مرستې له د تحریک وركولو او د دواړو هېوادونو تر مينځه دېرېنه دوستي او خپلولي لا قوي كولو له د ميل كاڼۍ وګرځوله ۔صدر مملکت د اردن اولس امن، ترقۍ او خوشحالۍ لباره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه










