بيجنګ 24 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ژي جيانګ ولايت هانګژو ښار دوره بشپړولو نه پس بيجنګ ته رسيدلې دے۔د اتوار په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د بيجنګ په کيپيټل انټرنېشنل هوائي اډه د چين د ماحوليات وزير هوانګ رون چيو د وزيرِاعظم هركلے وكړو۔ هانګژو كښې وزيراعظم دريم پاك-چين بي ټو بي انويسټمنټ کنفرنس …
وزيراعظم شهباز شريف د هانګژو دورې بشپړولو نه پس بيجنګ ته ورسيد

مزید خبریں
بيجنګ 24 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ژي جيانګ ولايت هانګژو ښار دوره بشپړولو نه پس بيجنګ ته رسيدلې دے۔د اتوار په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوې بيان له مخې د بيجنګ په کيپيټل انټرنېشنل هوائي اډه د چين د ماحوليات وزير هوانګ رون چيو د وزيرِاعظم هركلے وكړو۔ هانګژو كښې وزيراعظم دريم پاك-چين بي ټو بي انويسټمنټ کنفرنس د پرانستي دستورې مشري وكړه چې پكښې چارجنګ انفراسټرکچر، بيټري انرجي اسټوريج، سولر ټيکنالوجيز او فارماسيوټيکل څانګو ته پام لرنه وشوه۔ وزيراعظم د ژي جيانګ صوبائي قيادت او نوموړو چينائي کمپنيو،چې پكښې اسټار چارج، سي اے ټي ايل او ژيوزينګ فارماسيوټيکل شامل دي، مشرانو سره ملاقاتونه هم وكړل او د سرمايه کارۍ او صنعتي مرستي زياتولو لپاره ئې په عملي اقدامات خبري اتري وكړي۔ وزير اعظم د علي بابا هيډکوارټرز هم دوره وكړه چرته چې ايګزيکټو چيئرمېن جو سائي د هغه هركلے وكړو۔بيجنګ كښې د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي چيانګ پشمول د چين اعليٰ چارواكو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې د پاکستان او چين ترمينځه آل ويدر اسټريټجك کوآپريټو پارټنرشپ لا قوي شي او سي پيك فيز ټو ترمخه په خاص توګه تجارت، سرمايه کاري، صنعت، زراعت، سائنس و ټيکنالوجي او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستي ته وده وركړې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف دا دوره د پاکستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مي سالګرې په موقع كيږي۔










