صدر مملكت كوئټه كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه وكړه، دښمن عناصر اولس ته زيان رسولو سره د پاكستان د نړيوال امن هڅو څخه پام ګرځول غواړي۔آصف علي زرداري

  اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندني كولو سره ووئيل دښمن عناصر اولس ته زيان رسولو سره د پاكستان د نړيوال امن هڅو څخه پام ګرځول غواړي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل نړۍ د ترهه ګرو او د هغوي …

 

اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندني كولو سره ووئيل دښمن عناصر اولس ته زيان رسولو سره د پاكستان د نړيوال امن هڅو څخه پام ګرځول غواړي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل نړۍ د ترهه ګرو او د هغوي د مشرانو اصل مخ ليدلې دے چې څه ډول د پاكستان د نړيوال امن لپاره د هڅو متاثره كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان به ترهه ګرو،د هغوي سهولت كارو، مالي معاونت كونكو او محفوظ پټن ځايونه وركونكو له ماتې وركوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل امن، استحكام او قامي سلامتيا په ضد هر سازش به ناكامه كولې شي او ترهه ګرو او د هغوي مشرانو به بخښلې نشي۔صدرِ مملكت ووئيل د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي،د شهيدانو د ويني د يو يو څاڅكي به حساب اخستلې شي۔

مزید خبریں