هانګژو 24 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په متحرك قيادت كښې حكومت د معاشي بحالۍ، صنعتي پراختيا او كوټلي پرمختګ په تګلاره عمل كوي، په شا د كتلو سوال هم نه پيدا كيږي،اوس مخ وړاندې او مخ په پورته روان يو،ده وويیل پاكستان او چين د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي، ویاړ محسوسوو چې زمونږ …
د پاك چين ملګرتيا د وخت، نړيوالو بدلونونو او سيمه ايزو چيلنجونو باوجود نوره هم قوي شوي،په شا د كتلو سوال ھم نه پيدا كيږي،اوس مخ وړاندې او مخ په پورته روان يو۔محمد اسحاق ډار

مزید خبریں
هانګژو 24 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په متحرك قيادت كښې حكومت د معاشي بحالۍ، صنعتي پراختيا او كوټلي پرمختګ په تګلاره عمل كوي، په شا د كتلو سوال هم نه پيدا كيږي،اوس مخ وړاندې او مخ په پورته روان يو،ده وويیل پاكستان او چين د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي، ویاړ محسوسوو چې زمونږ ملګرتيا د وخت، نړيوالو بدلونونو او سيمه ايزو چيلنجونو باوجود نوره هم قوي شوي ده۔۔د اتوار په ورځ د آئي ټي و ټيلي كام، بيټري انرجي اسټوريج سسټمز او كركيلي پاكستان-چين بزنس ټو بزنس سرمايه كارۍ كانفرنس افتتاحي غونډي ته وينا كښې محمد اسحاق ډار ووئيل په دې ښكلي هانګژو ښار كښې د كنفرنس په كولو ډير خوشحاله شوے يم۔ده د چينائي كهاوت حواله وركولو سره ووئيل’’ بره آسمان دے او لاندي سوژو او هانګژو دي ‘‘ او نن واقعي محسوسيږي چې هانګژو ته په زمكه جنت ولي وئيلي كيږي۔اسحاق ډار ووئيل زه په دې بي ټو بي كنفرنس كولو كښې په معاونت او وژن وركولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم۔ده ووئيل نن چې كومي څانګي په ګوته شوي هغه د پاكستان د معاشي بدلون او صنعتي جديديت لپاره ګټه وره دي۔اسحاق ډار د چين خارجه وزارت ، د تجارت وزارت، ژي جيانګ ولايت قيادت او چائنا كونسل فار دي پروموشن آف انټرنيشنل ټريډ، ژي جيانګ صوبائي كمېټۍ مرسته هم وستائيله۔ده ووئيل ګورنر ليو جيے په ذاتي شركت د دواړو هېوادونو د اړيكو عكاسي ده۔ده ووئيل په كنفرنس كښې د پاكستان او چين 500 څخه زياتو كمپنيو ګډون كړې او دغه ادارې د دواړو هېوادونو ترمينځه د معاشي شراكت دارۍ اصل قوت دې۔اسحاق ډار ووئيل د تيرو كلونو په مهال پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كړې او بهرنو چيلنجونو باوجود معيشت د پرمختګ پلو روان دے۔










