صدر مملکت  آصف علي زرداري چين كښې د سكرو په درنګ كښې په چاؤدنه د افسوس څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 23 مئي  (اے پي پي) صدر مملکت  آصف علي زرداري چين كښې د سكرو په درنګ كښې په چاؤدنه د افسوس څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې  صدر مملکت د چين شانشي ولايت كښې د سكرو په درنګ كښې په چاؤدنه د افسوس څرګندونه وكړه چې پكښې ګڼ شمير كسان مړه او ژوبل شوي۔صدرِ مملکت د …

 

اسلام آباد 23 مئي  (اے پي پي) صدر مملکت  آصف علي زرداري چين كښې د سكرو په درنګ كښې په چاؤدنه د افسوس څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې  صدر مملکت د چين شانشي ولايت كښې د سكرو په درنګ كښې په چاؤدنه د افسوس څرګندونه وكړه چې پكښې ګڼ شمير كسان مړه او ژوبل شوي۔صدرِ مملکت د چين صدر شي جن پنګ، د مړو كسانو كورنيو او چين اولس سره په دې پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔صدر آصف علي زرداري ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكسان اولس د چين خپلو وروڼو سره ولاړ دې۔ده پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔صدرِ مملکت هيله څرګنده كړه چې د مرستي روانو كاروائيو په مهال به ګهير شوي خواري كښ حفاظت سره راوېستلې شي۔ده د پېښې نه پس د چين چارواكو د اړخه ريسکيو او هنګامي اقدامات هم وستائيل۔

مزید خبریں