وزير اعظم محمد شهباز شريف د چين په څلور ورځنۍ دوره په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته لاړو

  لاهور 23 مئي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين خپلي څلور ورځنۍ دورې په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته لاړو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وزيرِ احسن اقبال، د اطلاعاتو او خپرونو وزيرِ عطاء الله تارړ، د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه او …

 

لاهور 23 مئي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين خپلي څلور ورځنۍ دورې په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته لاړو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وزيرِ احسن اقبال، د اطلاعاتو او خپرونو وزيرِ عطاء الله تارړ، د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيرِ اعظم سره ملګري دي۔وزيرِاعظم به هانګژو كښې د ژجيانګ صوبې د ګوند سيکرټري سره ملاقات کوي،د سي پيك فيز 2 ترمخه د پاکستان او چين کمپنيو مرستي زياتولو لپاره په كيدونكي بزنس فورم كښې به ګډون كوي او د لوظنامو او مفاهمتي يادداښتونو د تبادلې په دستوره كښې به ګډون كوي،  وزيرِاعظم به د چين نوموړي کمپنيو سي اي اوز سره هم ملاقاتونه كوي،وزيرِاعظم به د چين کمپنۍ علي بابا هيډکوارټر دوره هم كوي او د مرستي مفاهمتي يادداښتونو دستوره كښې به ګډون كوي۔دې نه پس به وزيرِاعظم بيجنګ ته ځي، بيجنګ كښې به وزيرِ اعظم د چين صدر شي جن پنګ او وزيرِاعظم لي چيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ وزيرِاعظم به د پاك چين سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په اړه دستوره كښې ګډون كوي،وزيرِ اعظم به د چين نوموړي کمپنيو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي، وزيرِاعظم به د چائنه اکيډمي آف ايګري کلچر سائنسز هم دوره كوي۔ وزيرِاعظم د چين دې دورې سره به د پاکستان چين اړيكو ته نوې اړخ ترلاسه شي چې پكښې په خاص توګه سي پيك فيز 2 ترمخه پاکستان و چين کمپنيو سره مرسته زياتول شامل دي۔

مزید خبریں