د پاک پوځ افسرانو و ځوانانو ته په مړانه او  غوره خدمات 50 ستارہ امتیاز (ملټري) او  12 تمغه بسالت وركرې شوې

پنډۍ۔21مئی  (اے پي پي) د پاک پوځ افسرانو او ځوانانو ته په آپریشنز كښې په غیر معمولي مړانه او  وطن لپاره په غوره خدمات د اعتراف  په توګه  50 ستارہ امتیاز (ملټري) او 12 تمغه بسالت وركرې شوې ۔ د زيارت په ورځ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څاڼكې (آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه د پاک پوځ افسرانو او  ځوانانو ته د عسکري اعزازات …

پنډۍ۔21مئی  (اے پي پي) د پاک پوځ افسرانو او ځوانانو ته په آپریشنز كښې په غیر معمولي مړانه او  وطن لپاره په غوره خدمات د اعتراف  په توګه  50 ستارہ امتیاز (ملټري) او 12 تمغه بسالت وركرې شوې ۔ د زيارت په ورځ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څاڼكې (آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه د پاک پوځ افسرانو او  ځوانانو ته د عسکري اعزازات وركولو دستوره  په جنرل ہیډکوارټرز پنډۍ كښې وشوه ۔چیف آف آرمی سټاف او  چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیرد خاص مېلمه  په حېث د شهداء کورنيو ، افسرانو او  ځوانانو  ته  آپریشنز كښې په غیر معمولي مړانه او  وطن لپاره په غوره  خدمات د اعتراف  په توګه  اعزازات وركړل ۔دستوره كښې 50 ستارہ امتیاز (ملټري ) او  12 تمغه بسالت وركړې شوې ۔ دې نه  پس د شهادت وركوونكو اعزازات د شهداء کورنيو په وياړ او وقار تر لاسه كړل۔شهداء او  غازیانو ته پېرزوئنې وراندې كولو سره فیلډ مارشل سید عاصم منیر ووئېل  شهداء او غازیان د قام دائمي وياړ دے ، د هغوي عزت او قربانۍ د هر پاکستاني لپاره يو مقدس امانت دے ، زمونږ  د وطن امن او سلامتیا د دوي  د عظیمو قربانیو او  فرض شناسۍ په سبب دي ۔فیلډ مارشل د شهداء كورنيو استقامت، وقار او ثابت قدمۍ ته پېرزوئنې وراندې كولو سره ووئېل  ستاو ځاڼګرې قربانۍ او وطن سره  غیر متزلزل تړون ستائيو ۔ د پاکستان آرمي او  قانون نافذ کونكو ادارو آپریشنل چمتوالے او   د غیر متزلزل عزم ستئانې سره فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترهه ګرو خلاف د دوي د مسلسل هلو ځلو ستائنه وكړه او د دې عزم پخلے يې وكرو  چې په ټول هېواد د تل پاتي امن و استحکام راوستو پورې به  د ترهه ګرۍ  خلاف جنګ د قامي عزم سره روان وي

مزید خبریں