اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د يو معزز غړي خلاف د جعلي او بې بنسټه خبرونو سختې غندنې كولو سره وئيلي دي په داسې ډنډورو دې نه باور وكړے شي او نه دې پروموټ كړے شي۔ په قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير ووئيل ټول ايوان د متعلقه قانون ساز سره ولاړه دے او د پارليمان د كوم هم محترم غړي په …
د قانون وفاقي وزير د درنو پارليماني غړو خلاف د “جعلی او بې بنسټه خبرونو” خپرولو غندنه، د پارليمان د كوم هم محترم غړي په ضد نامناسبه مهم سره تعامل به په حكومتي كچه كولې شي، اعظم نذیر تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د يو معزز غړي خلاف د جعلي او بې بنسټه خبرونو سختې غندنې كولو سره وئيلي دي په داسې ډنډورو دې نه باور وكړے شي او نه دې پروموټ كړے شي۔ په قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير ووئيل ټول ايوان د متعلقه قانون ساز سره ولاړه دے او د پارليمان د كوم هم محترم غړي په ضد نامناسبه كمپائن سره تعامل به په حكومتي كچه كولې شي۔ ده ووئيل په تېرو دوو ورځو كښې چې كوم غبرګون رامخې ته شوے هغې څخه دا ثابته شوې ده چې تورونه فرضي او بې بنسټه وو او اولس جدي نه دي اخستې ۔ اعظم نذیر تارړ د دې معاملې داخله كمېټۍ ته په سپارلو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه كوم چې غور وفكر او بلټنو لپاره مناسب فورم دے۔ ده ووئيل مجرمان اكثر د نوموړو شخصياتو په نامه كارولو خپل كېس څخه د پام بل پلو ګرځولو هڅه كوي۔ د قانون وزیر الېکټرانک میډیا آؤټ لېټس او رېګولېټری اتھارټیز ته غږ وكړو چې د حساس چارو رپورټ كولو په وخت احتياط وكړي او د اخلاقيات او وګړو د بنيادي حقونو احترام وكړے شي۔ وفاقي وزیر ايوان ته باور وركړو چې د دې معاملې به بشپړ تفتيش كولې شي او ذمه وار به ځواب وركوونكې ګرځولې شي۔ دې څخه وړاندې پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف حکومت او پارلیمان ته اپېل وكړو چې په سوشل مېډيا د جعلي خبرونو او كردار ته د زيان رسولو خلاف مؤثره تګلاره جوړه كړي۔ راجه پروېز اشرف په 18 مئی په سوشل ميډيا د ګردش كونكي يو كلپ حواله وركړه په كوم كښې چې د تفتيش په مهال يوې مېرمنې د هغه نامه واخسته۔ لږه شېبه وروستو د مېرمن وكيل سپيناوے وكړو چې هغه د فشار له امله د نامې په اغستو مجبوره كړې شوې وه۔ ده ووئيل كلپ په سوشل ميډيا وائرل شوے ؤ ٬ خلقو پرې تبصرې وكړی او ولاګز يۍ جوړ كړل۔ ده په سمدستي نوټس اغستو د خپل مشرتابه ٬ پارليماني غړو او سياسي مخالفينو هم مننه وكړه كومو چې د هغه خلاف لګېدلې تورونه مسترد كړل۔ ده ووئيل ما د عزت ژوند تېر كړے دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر پاتي شوے يم ٬ څلور وارې د پارليمان غړے ټاكلے شوے يم۔ ده پوښتنه وكړه چې لس كاله وروستو كه يو كس بې ګناه ثابت شي نو په تېرو لسو كلونو كښې د هغه خراب شوے عزت به څوك بحال كړي۔ ده ووئيل د بې بنسټه تورونو مخنيوي لپاره قانون سازۍ او قاعدې جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بې بنسټه تورونه د سماجي اقدارو سره سره د اسلامي تعليمات هم خلاف دي۔ ده د مریم نواز هم مننه وكړه چا چې پخپله پوليس څخه رپورټس وغوښتل چې ورسره تورونه بې بنسټه ثابت شول۔










