اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د نيشنل سکيورټي اينډ سټريټجك ليډرشپ ورکشاپ 2026 په مهال د آئي ايس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز ډين٬ راجسټرارز او سينئر استاذانو سره په خاص نشست كښې ګډون كړے۔ تفصيلات له مخې په پېنډۍ كښې په نيشنل سکيورټي ورکشاپ كښې د لاهور، کراچۍ، پېښور، مظفرآباد، ملتان او کوئټه څخه ګډون كوونكي آن …
د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز او سينئر استاذانو سره خاص ناسته

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د نيشنل سکيورټي اينډ سټريټجك ليډرشپ ورکشاپ 2026 په مهال د آئي ايس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز ډين٬ راجسټرارز او سينئر استاذانو سره په خاص نشست كښې ګډون كړے۔ تفصيلات له مخې په پېنډۍ كښې په نيشنل سکيورټي ورکشاپ كښې د لاهور، کراچۍ، پېښور، مظفرآباد، ملتان او کوئټه څخه ګډون كوونكي آن لائن هم شريك شول ٬ د آئي اېس پي آر ډي جي د ورکشاپ ګډون كوٶنكو سره د هېواد په كورني صورتحال په خاص توګه د سکيورټي په حواله په مهمو چارو خبرې وكړې٬ په خاص نشست كښې د ناستو ګډون كوٶنكو وېنا وه چې پاك پوځ د هېواد د دفاع، استحکام او سلامتيا لپاره د وياړ وړ كردار لوبولے دے٬ په معرکه حق كښې پاکستان ته د پاك پوځ په سبب عظيمه بريا نصيب شوې٬ ګډون كوٶنكو ووئيل مونږ پوخ باور لرو چې د هېواد دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده، پاك پوځ نه يوازې د آزاد کشمير بلکې د مقبوضه کشمير د اولس هم وياړ دے، مونږ له زده كوٶنكي د منفي پروپيګنډې نه ساتل او د سمو معلوماتو رسولو په حواله واضحه لارښودنه ترلاسه شوې ده، اکيډيميا ته د قامي سلامتيا، انفارميشن وار فيئر او هېواد ته د ورمخې ته چيلنجز په حواله واضحه خبرتيا وركړې شوه، پاك پوځ او د اکيډيميا ترمېنځه جوړه كړې دا رابطه د وخت مهم ضرورت دے۔ د ورکشاپ ګډون كوونكو د وائس چانسلرز او اکيډيميا په يو پليټ فارم په راجمع كولو د آئي اېس پي آر د اقدام ستائنه وكړه









