اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق چين سره د پارلماني تبادلو، تجارت او سرمايه کارۍ، رابطو، زراعت، ټيکنالوجي، تعليم، دفاعي مرسته او كلتوري او د اولس اولس سره د رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې چين سره مرسې لا پراخه كولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلي كولو سره ووئيل چې پارلماني سفارت کاري شريك باوري قوي كولو او د …
پارلماني سفارت کاري شريك باوري قوي كولو او د اداره جاتي مرستې په پراختيا كښې اهم كردار لوبوي۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق چين سره د پارلماني تبادلو، تجارت او سرمايه کارۍ، رابطو، زراعت، ټيکنالوجي، تعليم، دفاعي مرسته او كلتوري او د اولس اولس سره د رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې چين سره مرسې لا پراخه كولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلي كولو سره ووئيل چې پارلماني سفارت کاري شريك باوري قوي كولو او د اداره جاتي مرستې په پراختيا كښې اهم كردار لوبوي٬ پاك چين اړيكې په شريك باور، غير متزلزل ملاتړ، مشترکه خواهشاتو او په ستراتېژك مرسته ولاړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاك چين سفارتي اړيكو په 75مې سالګرې د نيشنل پيپلز کانګرس وائس چيئرمين کائي ډافينګ په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلے د چين پلاوي سره خپل ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع سپيکر ووئيل چې دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې تل د يو بل سره ولاړ پاتي دي او په سيمه ايز امن٬ استحكام او پرمختګ ته په وده وركولو كښې مخلص او د باور وړ شراكتدار پاتې دي۔ ده ووئيل چې پارلماني سفارت کاري شريك باوري قوي كولو او د اداره جاتي مرستې په پراختيا كښې اهم كردار لوبوي۔








