اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاك چين ملګرتيا د 75 كلونو راهېسې په هر آزمېښت ثابت پاتې شوې ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په باور ٬ احترام او شريكه ګټه اډانه دي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د چين د نېشنل پيپلز ګانګرېس قائمه كمېټۍ وائس چيئرمېن كائي ډانفګ په مشرۍ كښې د راغلي پارليماني پلاوي …
پاك چين ملګرتيا 75 كلونو راهېسې په هر آزمېښت ثابته پاتې شوې٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په باور٬ احترام او شريكه ګټه اډانه دي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاك چين ملګرتيا د 75 كلونو راهېسې په هر آزمېښت ثابت پاتې شوې ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په باور ٬ احترام او شريكه ګټه اډانه دي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د چين د نېشنل پيپلز ګانګرېس قائمه كمېټۍ وائس چيئرمېن كائي ډانفګ په مشرۍ كښې د راغلي پارليماني پلاوي هركلي كولو سره اسحاق ډار ووئيل پاكستان او چين يو بل سره په همه موسمي ستراتيجيكي مرسته اډانه همكاري لري۔ ده ووئيل پاکستان د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په اړه د چين نه كمزور كېدونكې ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان هم په ون چائنه پالېسۍ په مستقل توګه كاربند پاتي شوے او د بنيادي ګټې سره په اړوندو چارو يې د چين ملاتړ روان ساتلے دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان او چين په نړيوالو او سيمه ايزو چارو يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل پاكستان او چين يو بل سره منطقه كښې امن او استحكام لپاره پرله پسې سفارتي رابطه ساتلې ده۔ اسحاق ډار ووئيل ما په 31 مارچ د چين خارجه وزير وانګ ي په بلنه د بيجنګ دوره كړې وه او هلته مې د سيمه ايزې شخړې هواري له 5 نكاتي منصوبه وړاندې كړه د كومې ټه چې وروستو ګڼ شمېر هېوادونو ملاتړ وكړو۔ ده ووئيل سي پېك د پاكستان معاشي منظرنامه بدله كړې ده۔ د ده وېنا وه چې د سي پېك په راروان پړاؤ كښې به صنعتكارۍ ٬ كركيلې ٬ آئي ټي او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته پام ګرځولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل د كال 2013 ټولټاكنو څخه وروستو پاكستان د توان سخت بحران سره مخ ؤ او هېواد كښې 18 څخه تر 20 ساعته لوډشېډنګ روان ؤ ۔ په دغه وخت وخت چين بحران څخه ويستلو كله د پاكستان مرسته وكړه كومه به چې پاكستانے اولس عمخر له ياده ساتي۔ ده ووئيل وزيراعظم به 23 څخه تر 26 مئی د لوړې كچې پلاوي سره د چين سركاري دوره كوي۔ د دورې په مهال به د پاك چين سفارتي اړيكو 75 كلونو بشپړېدو دستورې كيږي۔ هغه به د چنائي صدر او وزيراعظم په شمول نورو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ نائب وزیراعظم چين سره د اړيكو لا مضبوطولو د عزم پخلي كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا به منطقه كښې امن ٬ سوكالۍ او پرمختګ ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي










