نرے رنځ نن هم په ګرده نړۍ كښې د اولس روغتيا لپاره سنګين چيلنج دے، مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په جنيوا كښې د ټي بي ويکسين ايکسيليريټر کونسل د لوړې كچې څلورمې غونډه كښې په نړيواله كچه د نري رنځ په ضد د مشترکه هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل  نرے رنځ نن هم ګرده نړۍ كښې  د صحتِ  لپاره سنګين چيلنج دے، كوم چې د پاکستان په څېر د زيات بار برداشت كوٶنكې هېوادونه …

 

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په جنيوا كښې د ټي بي ويکسين ايکسيليريټر کونسل د لوړې كچې څلورمې غونډه كښې په نړيواله كچه د نري رنځ په ضد د مشترکه هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل  نرے رنځ نن هم ګرده نړۍ كښې  د صحتِ  لپاره سنګين چيلنج دے، كوم چې د پاکستان په څېر د زيات بار برداشت كوٶنكې هېوادونه په غېر مناسب توګه متاثره كوي٬  د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل  موثر، د رسنې وړ او ارزان ټي بي ويکسين نه غېر د دې رنځ خاتمه ممكن نه ده ۔ ده په درې مهمو ترجيحاتو زور راوړلو سره ووئيل  د ټي بي نوے ويکسين ته د نړيوالې اولسي اثاثې په توګه كتل پكار دي دغسې چې زيات ځپلې هېوادونه د بيعې يا د پيداواري صلاحيت په بنياد تاخير سره مخ نشي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره د منصفانه وېش نظام او په سيمه ايزه كچه پيداواري صلاحيت زياتول ضروري دي ۔۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې د جي۔20  پشمول په نورو نړيوالو فورمونو د ټي بي ويکسين مالي معاونت ته پام رنه وكړي ۔ وفاقي وزير ووئېل پاکستان به د ټي بي خاتمې لپاره خپلې هڅې لا مضبوطي او د ټي بي ويکسين تحقيق، تيارۍ او منصفانه وېش لپاره نړيوالې شراكتدارۍ ته ودې وركولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل  د ټي بي نه بچ كېدو لپاره سمدلاسه اقدامات، جدت او  نړيوال يووالي متقاضي دے او د مشتركه هلو ځلو څخه د لكهونو په شمېر ځانونه بچ كېدې شي