اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مېلمنو ګېلرۍ ته په راتګ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د چين د پلاوي پاكستان ته راتګ …
د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مېلمنو ګېلرۍ ته په راتګ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د چين د پلاوي پاكستان ته راتګ د چين او پاكستان ترمېنځه د اوږدې مودې دوستۍ، شريك باور او د خيرسګالي عكاس دے۔ ده ووئيل سږ كال د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 75 كاله بشپړېږي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په شريك احترام٬ غېر متزلزل يووالي او په مشترکه مقاصدو اډانه دي۔۔ ده د دواړو هېوادونو د پارلماني ادارو زيات شوي روابط خوشبينه ګرځولو سره ووئيل داسې تبادلې د شريك افهام و تفهيم او مرستې ته وده وركوي۔ ده د نيشنل پيپلز کانګريس آف چائنا چيئرمين لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې د چين پلاوي دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه خاص اړيكې لا مستحكمولو او پارلماني و تزويراتي مرستې لپاره د نوو موقعو په پېدا كولو كښې مرستياله وګرځي ۔










