د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به ناكامۍ سره مخ شي: فيلډ مارشل سيد عاصم منېر

  پېنډۍ ۔19مئی  (اے پی پی) چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر پاكستاني وسله والو ځواكونو سره د اولس د بشپړه مرستې او ملاتړ د لارې د هر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست  د پياوړتيا او د اولس د يووالي …

 

پېنډۍ ۔19مئی  (اے پی پی) چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر پاكستاني وسله والو ځواكونو سره د اولس د بشپړه مرستې او ملاتړ د لارې د هر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست  د پياوړتيا او د اولس د يووالي له كبله ناكامۍ سره مخ شي۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ، نشانِ امتیاز (ملټری)، هلالِ جرات د كوئټه ګېرېژن دوره وكړه۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل په كمانډ اېنډ اسټاف كالج كوئټه كښې تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو او فېكلټي غړو ته خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې ده د کمانډ اېنډ اسټاف کالج کوئټه د اعلی تربيې معيار ٬ فكري صلاحيت او پېشه ور مهارت وستائلو۔ ده په دې خبره  د اطمينان څرګندونه وكړه چې د كالج فراغت ترلاسه كوونكي افسران د خپلې غېر معمولي كاركردګۍ او پېشه ور شوق د لارې پرله پسې غوره خذمات ترسره كوي۔ چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز  د عصري جنګ تندۍ سره په بدلېدونكي انداز رڼا اچولو سره رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ ٬ ملټي ډومېن آپرېشنز ٬ د درې واړو ځواكونو اشتراك او د سباؤن د جنګونو چېلنجونو څخه خبر پاتې كېدو په اهميت زور راوړو۔ ده افسرانو ته هدايت وكړو چې هغوي دې خپل ځانونه او خپل ځواكونه تربيه كړي دغسې چې د جنګ د بدلېدونكي نوعيت په مؤثر ډول مقابله وكړې شي۔ وروستو هغه په بلوچستان ښې د تعينات فارمېشنز افسرانو او ځوانانو سره ملاقات وكړو۔ فیلډ مارشل په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان په تقدير كښې د شامل پرمختګ لاره د پروپېګنډې ٬ دروغو خبرونو يا په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ دلارې نيولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست  د پياوړتيا او د اولس د يووالي له كبله ناكامۍ سره مخ شي۔په بلوچستان كښې د تلپاتي امن او استحكام اهميت به ډاګه كولو سره فيلډ مارشل ووئيل تلپاتي پرمختګ لپاره اولس دوسته پالېسي ٬ ټوله شموله ترقي او غوره حكمراني ضروري ده۔ ده د بلوچستان حكومت هغه هڅې وستائلې كومې چې اولسي خېر ښېګړې او سماجي او معاشي پرمختګ او د رياست او اولس ترمينځه تعلق مضبوطولو له كولې شي۔ فیلډ مارشل په بلوچستان كښې امن ٬ استحكام او رياستي عملداري په ځاې ساتلوله د افسرانو او ځوانانو لوړې حوصلې ، آپرېشنل تياري او پېشه ور عزم هم وستائلو۔ دې څخه وړاندې كوئټه ته په رسېدو چيف آف آرميسټاف او چيف آف ډيفنس فورسز ته كور كمانډر كوئټه هركلے ووے۔