اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه زير اسحاق ډار سره ايران لپاره د پاكستان غوره كړې شوي سفير عمران احمد صديقي تهران ته له روانېدو وړاندې دلته ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د پاك ايران ژورو تاريخي اړيكو ، كلتوري او ورورولۍ خپلولو ذكر كولو سره نائب وزيراعظم په ټولو برخو په خاص توګه تجارت ، رابطو ، …
نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره ايران لپاره د پاكستان سفير ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه زير اسحاق ډار سره ايران لپاره د پاكستان غوره كړې شوي سفير عمران احمد صديقي تهران ته له روانېدو وړاندې دلته ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د پاك ايران ژورو تاريخي اړيكو ، كلتوري او ورورولۍ خپلولو ذكر كولو سره نائب وزيراعظم په ټولو برخو په خاص توګه تجارت ، رابطو ، د اولسي كچې تبادلو او سيمه ايزه همكارۍ كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو له د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ ده د نزدې رابطه كارۍ او تفاهم دلارې د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې د مثبت رفتار په اهميت زور راوړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير سيمه ايز امن ، مذاکرات او استحکام ته وده وركولو كښې د پاكستان تعميري او مسؤولانه كردار هم په ډاګه كړو او د دې باور څرګندونه يۍ وكړه چې نومولے شوے سفير به ددواړو هېوادونو ترمينځه تلپاتې همكاري لا مضبوطولو كښې د قدر وړ كردار ترسره كړي۔ ده د نوې ذمه وارو ترسره كولو كښې د نومولي شوي سفير كاميابۍ له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔










