اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د اطلاعات وزارت او فنانس ترمينځه درې مياشتنيز ميکنزم ترسره شوي،ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ د جدت پشمول پي اېس ډي پي منصوبے رواني دي ، د اطلاعات وزارت زياتره فنډز پروکيورمنټ په اړه وي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ …
د اطلاعات وزارت او فنانس ترمينځه درې مياشتنيز ميکنزم ترسره شوي،ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ د جدت پشمول پي اېس ډي پي منصوبے رواني دي۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د اطلاعات وزارت او فنانس ترمينځه درې مياشتنيز ميکنزم ترسره شوي،ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ د جدت پشمول پي اېس ډي پي منصوبے رواني دي ، د اطلاعات وزارت زياتره فنډز پروکيورمنټ په اړه وي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي شرميلا فاروقي د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل شرميله فاروقي عمر له د اولسي اهميت مسئلې پورته كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات وزارت او خزاني وزارت ترمينځھ درې مياشتنيز د ريليز باقاعده نظام وړاندې څخه ترسره شوې چې له مخې هر درې مياشتي پس فنډز جاري کيږي۔ ده ووئيل ځيني ادائيګۍ ون ټائم كيږي،دې لپاره پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروګرام (پي ايس ډي پي) ترمخه راتلونكو منصوبو لپاره پكار فنډز دغه مناسبت سره وركړې كيږي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د خزاني وزارت د اړخه بشپړه مرسته كيږي، کميوټيشن و پنشن خرڅونو لپاره په وخت فنډز جاري کيږي۔ده ووئيل معزز غړي سم وئيلي ځكه چې ځيني وخت ريليزز د ضرورت ترمخه نه وي۔ده ووئيل وزارت هڅي كوي چې په درې مياشتنيز بنيادونو جاري شوې ټول فنډز په بشپړه ډول استعمال كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل آخري ورځو كښې”ايکسس رينډرز“ هم ترلاسه كيږي،مونږ هڅي كوو چې هغه په بشپړه ډول وكارولې شي۔










