اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حکومت قوي اقتصادي اصلاحاتي ايجنډے او سرمايه کار دوست پاليسو د عزم پخلي سره وئيلي چې حکومت د تند رفتاره معاشي پرمختګ او ډيجيټل بدلون په وژن عمل كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د فريډم هولډنګ کارپوريشن باني، چيئرمېن او چيف ايګزيکټو آفيسر تيمور تورلوف سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات …
حکومت د تند رفتاره معاشي پرمختګ او ډيجيټل بدلون په وژن عمل كوي۔د وزيراعظم د فريډم هولډنګ کارپوريشن باني تيمور تورلوف سره ملاقات كښې خبري اتري

مزید خبریں
اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حکومت قوي اقتصادي اصلاحاتي ايجنډے او سرمايه کار دوست پاليسو د عزم پخلي سره وئيلي چې حکومت د تند رفتاره معاشي پرمختګ او ډيجيټل بدلون په وژن عمل كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د فريډم هولډنګ کارپوريشن باني، چيئرمېن او چيف ايګزيکټو آفيسر تيمور تورلوف سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات كړې۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د آئي ټي وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان او خارجه سيکرټري آمنه بلوچ هم په دې موقع موجود وو۔ وزيراعظم تيمور تورلوف ته پاكستان كښې هركلې ووئيلو او د قازقستان صدر قاسم جومارت توقايوف لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په پاکستان كښې کاروباري هلو ځلو ودي پشمول فريډم ګروپ څانګو جوړولو ، ډيجيټل مالياتي خذمات او کورسپانډنټ بينکارۍ شراکت دارو كښې په خوښي لرلو د تورلوف مننه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د حکومت قوي اقتصادي اصلاحاتي ايجنډے او سرمايه کار دوست پاليسو د عزم پخلي سره وئيلي چې حکومت د تند رفتاره معاشي پرمختګ او ډيجيټل بدلون په وژن عمل كوي۔ وزيراعظم د پاکستان د ځوانانو آبادي او هېواد كښې تندۍ سره خپورې شوي ډيجيټل انفراسټرکچر حواله وركولو سره فريډم هولډنګ کارپوريشن ته د پاکستان مالياتي منډيو پرمختګ كښې په فعاله کردار ترسره كولو بلنه وركړه۔دواړه اړخه ريټيل بروکريج، اسلامي بينکاري، فنټيك جدت او کيپيټل مارکيټ پرمختګ په شان څانګو كښې ممكنه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ تيمور تورلوف د پاکستان په اقتصادي سباؤن د بشپړه باور څرګندوني سره وئيلي زمونږ کمپني د پاکستان پرمختيائي ترجيحات سره همغږي لرلو اوږدې مودې سټريټجکي سرمايه کارۍ موقعو په سنجيدګۍ سره جاج اخلي۔










