اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي باجوړ كښې په پوليو ډله د بريد په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د پښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيد پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې د ترهه ګرو ډزو په نتيجه كښې …
ګورنر فېصل كريم كنډي باجوړ كښې په پوليو ډله د ډزو پېښه وغندله

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي باجوړ كښې په پوليو ډله د بريد په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د پښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيد پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې د ترهه ګرو ډزو په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو شهادت د افسوس وړ دے۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د خېبرپښتونخوا وګړي په خپل پوليس شهيدانو او غازيانو وياړ لري۔ده ووئيل چې صوبائي حكومت په دې سخت او غم دړد وخت كښې د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك دې۔صوبائي وزير د شهيد پوليس اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه










