اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د طالبان رجيم په نګرانۍ كښې وده كونكې ترهګري اروپا لپاره سنګينه خطره جوړه شوې ده٬ په دې اړه د اروپائي ائتلاف په خفيه رپورټ كښې انكشافات رامخې ته شوي دي۔ د تفصيلات له مخې د افغان رجيم په نګرانۍ كښې وده كوونكې شدت پسندي او ترهګري اوس يوازې تر منطقې محدود پاتې نه ده ٬ ددې امنيتي خطرې تر اروپا هم رسېدلې دي۔ په …
د طالبان رجيم په نګرانۍ كښې وده كونكې ترهګري اروپا لپاره سنګينه خطره ٬ د اروپائي ائتلاف په خفيه رپورټ كښې انكشافات

مزید خبریں
اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د طالبان رجيم په نګرانۍ كښې وده كونكې ترهګري اروپا لپاره سنګينه خطره جوړه شوې ده٬ په دې اړه د اروپائي ائتلاف په خفيه رپورټ كښې انكشافات رامخې ته شوي دي۔ د تفصيلات له مخې د افغان رجيم په نګرانۍ كښې وده كوونكې شدت پسندي او ترهګري اوس يوازې تر منطقې محدود پاتې نه ده ٬ ددې امنيتي خطرې تر اروپا هم رسېدلې دي۔ په 23 پانړو د مشتمل اروپائي ائتلاف تھرېټ اسېسمنټ رپورټ له مخې افغانستان څخه د رامخې كېدونكو امنيتي خطرو له امله اروپائي ائتلاف انتهاخوښۍ او د ترهګرۍ سنګينو مسئلو سره مخ دے۔ په افغانستان كښې ترهګر تنظيم’’داعش خراسان‘‘ دا مهال اروپا لپاره سنګينه بهرنۍ خطره جوړه شوې ده۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په افغانستان كښې ترهګره ډله د انټرنېټ او سوشل ميډيا د لارې ځوانان بې لارې كولو له په لويه كچه پروپېګنډا كوي۔ په افغانستان كښې ترهګره ډله د ټېلېګرام او ټک ټاک په څير سوشل ميډيا پلېټ فارمز 12 كاله څخه د كم عمر كوچنيانو بھرتي كولو او برېن واشنګ لپاره كاروي










