پاكستاني حج كونكو لپاره مثالي طبي انتظامات٬ معياري داروګان وړيا وركولې شي:  د مذهبي چارو وفاقي وزير

  مكه مكرمه 18 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د مكې مكرمې په العزيزه سيمه كښې د جوړ كړې شوي پاكستان حج ميډيكل مشن مركزي كلينك دوره وكړه۔ ده په روغتون كښې د  او پي ډيز٬فارمېسي ٬لېبارۍ ٬ ډينټل يونټ٬الټراساؤنډ٬اېكسرے او فزيو تهراپي پشمول د بيلو څانګو جاج واغست او درملنو لپاره راغلې مشرانو٬سړو او مېرمنو حج كونكو څخه يۍ د طبي آسانيو او …

 

مكه مكرمه 18 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د مكې مكرمې په العزيزه سيمه كښې د جوړ كړې شوي پاكستان حج ميډيكل مشن مركزي كلينك دوره وكړه۔ ده په روغتون كښې د  او پي ډيز٬فارمېسي ٬لېبارۍ ٬ ډينټل يونټ٬الټراساؤنډ٬اېكسرے او فزيو تهراپي پشمول د بيلو څانګو جاج واغست او درملنو لپاره راغلې مشرانو٬سړو او مېرمنو حج كونكو څخه يۍ د طبي آسانيو او معيار په اړه پوښتنه وكړه۔ په دې حج كونكو د بشپړه اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د كرنل ډاكټر توقير٬ لېفټېنټ كرنل ډاكټر حمزه منصور او لېفټېننټ كرنل ډاكټر جواد اسلم پشمول نورو طبي چارواكو وفاقي وزير ته بريفنګ كښې وويل چې په سعودي عرب كښې ټولې پاكستاني ډسپنسرۍ او مركزي كلينك د سعودي روغتيا وزارت رېګولېشنز او نړيوال طبي ضوابط له مخې كار كوي۔ بريفنګ كښې وويلې شو چې د حج كونكو 24 ساعته خذمت لپاره مكه مكرمه٬مدينه منوره او جده كښې په مجموعي توګه 36 ډسپنسرۍ او كلينكس جوړ كړې شوې دي۔تراوسه په مجموعي توګه 61413 آؤټ ډور رنځورانو ته وړيا طبي مرسته او داروګان وركړې شوې دي۔ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير سردار يوسف د حج ميډيكل مشن انتظامات ستائلو سره ووئيل چې حج كونكو لپاره داروګان٬معائنې او ليبارټرۍ پشمول هر ډول جديد آسانۍ د يو چھت لاندې موجود دي او د پاكستان څخه راوړلې شوې د كروړونو روپو معياري داروګان حج كونكو ته وړيا وركولې كيږي۔وفاقي وزير ووئيل چې د بيمارۍ په حالت كښې حج كونكو ته د تكليف شكايات كېدل قدرتي امر دے خو كله چې زمونږ ډاكټران او طبي عمله بشپړه پام او اخلاقو سره د هغوي علاج كوي نو حاجيان مطمئن كيږي۔