اسلام آباد۔18مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو وزارتونو ته به پرمختيائي منصوبو لپاره په ترجيحي بنيادونو بجټ وركولے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د روان كال پرمختيائي بجټ او راروان مالي كال لپاره د پرمختيائي بجټ (پی اېس ډی پی ) منصوبو جاج …
د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو وزارتونو ته به پرمختيائي منصوبو لپاره په ترجيحاتي بنيادونو بجټ وركولے شي، د وزیراعظم شهباز شريف د پرمختيائي بجټ منصوبو جاج اغستو غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد۔18مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو وزارتونو ته به پرمختيائي منصوبو لپاره په ترجيحي بنيادونو بجټ وركولے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د روان كال پرمختيائي بجټ او راروان مالي كال لپاره د پرمختيائي بجټ (پی اېس ډی پی ) منصوبو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو احسن اقبال، احد خان چیمه، اورنګزیب، رانا تنویر حسین، شزا فاطمه خواجه، حنیف عباسی، سردار اویس خان لغاری، میاں معین وټو، عبدالعلیم خان، ډاکټر خالد مقبول صدیقی، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل غوره كاركردګي ښودونكو وزارتونو ته به پرمختيائي منصوبو لپاره په ترجيحي بنيادونو بجټ وركولے شي ، په داسې منصوبو به د اولس پېسه مصرف كوو د كومو نتيجې چې يقيني وي۔ وزیراعظم ووئيل د اوبو زېرمې اود پن بجلۍ منصوبې د پرمختيائي بجټ مصرف كولو په اولنو ترجيحات كښې شامل دي۔ وزیراعظم د پانډا بانډز په كاميابه اجرا او په ماركيټ كښې د دې په ستائل كېدو د خزانې وزير ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم د رېلوے ٬ آئي ټي او د پاور وزارت كاركردګي هم وستائله۔ وزیراعظم ووئيل په پرمختيائي منصوبو كښې دې د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ زياته ډاډګيرنه وكړی شي۔ ده ووئيل د اوبو زېرمې زياتولو منصوبو ته به ترجيح وركولې شي۔ غونډه د قومي نوعيت اوبو ذخيره كولو او د پن بجلۍ په منصوبو ٬كومو كښې چې داسو، دیامر بھاشا او مهمند ډېمز شامل دي٬ روان كار كښې شوي پېشرفت څخه خبر كړې شوه۔










