ګورنر فېصل كريم كنډي سره د انور امان ملاقات٬ صوبه كښې د سېلګرۍ٬لوبو٬كلتور او سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د وائت اوك ګروپ مشر ډبليو او ډبليو ريزارټ شريك باني او د چترال لېنډ مارك بيجن ريزارټ اونر انور امان په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ٬ لوبو٬ كلتور او په پراخا كچه …

 

اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د وائت اوك ګروپ مشر ډبليو او ډبليو ريزارټ شريك باني او د چترال لېنډ مارك بيجن ريزارټ اونر انور امان په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ٬ لوبو٬ كلتور او په پراخا كچه د سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ انور امان په منطقه كښې د خپلې اوږدې مودې تړون پخلې كولو سره ووئيل چې په صوبه كښې پرمختيائي پروژو او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له به كردار ترسره كول روان ساتلے شي۔ ګورنر د سمندر پورې پاكستانيانو اقدامات ستائېلو سره ووئيل چې دا ډول پروژې د صوبې معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده ووئيل چې سمندر پورې پاكستاني زمونږ د هېواد سفيران دي۔ ده د ګورنر هاؤس لخوا د هرې ممكنه مرستې باور هم وركړو۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وشو چې خېبرپښتونخوا كښې پرمختيائي عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره به رابطه او مرسته روانه ساتلې شي۔

مزید خبریں