اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ورلډ هيلتھ اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره جنيوا ته رسيدلے دے۔د اتوار په ورځ د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير به ورلډ هيلتھ اسمبلۍ غونډه كښې د پاکستان نمائندګي کوي،د روغتیا په څانګه كښې مهم قامي ترجيحات او اصلاحات به نړيوالي ورورولۍ ته وړاندې كوي۔د روغتيا وزارت وياند له …
د صحت وفاقي وزيرِ مصطفيٰ کمال ورلډ هيلتھ اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره جنيوا ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ورلډ هيلتھ اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره جنيوا ته رسيدلے دے۔د اتوار په ورځ د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير به ورلډ هيلتھ اسمبلۍ غونډه كښې د پاکستان نمائندګي کوي،د روغتیا په څانګه كښې مهم قامي ترجيحات او اصلاحات به نړيوالي ورورولۍ ته وړاندې كوي۔د روغتيا وزارت وياند له مخې دا غونډه د 18 نه تر 23 مئي 2026 په مهال د روغتيا نړيوالي ادارې د سيوري لاندي كيږي،چې پكښې د ټولي نړۍ د غړو هېوادونو د روغتيا په اړه پاليسيوں، بجټ او په ترجيحات غور كيږي،وفاقي وزير په يونيورسل هيلتھ کوريج، ډيجيټل هيلتھ په اړه د پاکستان مؤقف په ښه ډول وړاندې كوي۔










