انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي مواصلات نړۍ په ګلوبل ويلج كښې بدله كړي۔سيد يوسف رضا ګيلاني

  اسلام آباد 17مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي جديد دور كښې انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي مواصلات نړۍ په ګلوبل ويلج كښې بدله كړي چرته چې د معلومات په وخت رسنې، مؤثره رابطې او ډيجيټل سهوليات پرمختګ ، سوكالي او اولسي ښېګړې لپاره ضروري حيثيت اختيار کړې دې۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د ټيلي مواصلات و انفارمېشن سوسائټي نړيوالي ورځ په موقع پيغام …

 

اسلام آباد 17مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي جديد دور كښې انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي مواصلات نړۍ په ګلوبل ويلج كښې بدله كړي چرته چې د معلومات په وخت رسنې، مؤثره رابطې او ډيجيټل سهوليات پرمختګ ، سوكالي او اولسي ښېګړې لپاره ضروري حيثيت اختيار کړې دې۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د ټيلي مواصلات و انفارمېشن سوسائټي نړيوالي ورځ په موقع پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن  رضا ګيلاني ووئيل هر كال 17 مئي لماځلے کيدونكي دا نړيواله ورځ 1865 كښې انټرنېشنل ټيلي کميونيکيشن يونين (آئي ټي يو ) جويدل يادوي او د دې ورځي د لمانځلو بنيادي مقصد په ڼړۍ كښې مواصلاتي ټيکنالوجي، جديد رابطو او معلومات منتقل كولو په اړه شعور بيدارول دي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ډيجيټل ټيکنالوجي تعليم، صحت، تجارت، پارليماني چاري او اولسي خذمات پشمول د ژوند په ټولو څانګو كښې انقلابي بدلونونه پيدا كړي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان كښې جديد مواصلاتي نظام او انفارمېشن ټيکنالوجي ودي د لارې ځوانانو له په نړيواله كچه د پرمختګ برابر موقعې وركړې كيدے شي ۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل موجوده دور كښې ډيجيټل شموليت، سائبر سکيورټي او جديد ټيکنالوجي تر مساوي رسنه د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د پاکستان پارليمنټ او رياستي ادارے د جديد انفارمېشن سسټمز ودي ، ټيکنالوجي مؤثره استعمال او ډيجيټل پرمختګ لپاره خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي۔سيد يوسف رضا ګيلاني د ټيلي مواصلات و انفارمېشن سوسائټي نړيوالي ورځ په موقع د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان جديد مواصلاتي نظام، ډيجيټل اختراعات او انفارمېشن ټيکنالوجي ودې د لارې پرمختګ كونكې او كوټلي ټولني جوړولو پلو خپل مزل روان ساتلې۔

مزید خبریں