اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د سينئر خبريال، دانشور او اردو ډائجسټ باني الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازي څرګندونه كړې ده٬ ده ووئيل الطاف حسن قريشي د صحافت، ادب او فکري ميدان يو معتبر او وقار لرونكے شخصيت ؤ، چا چې په خپلو ليكونو، فکري خدمات او صحافتي بصيرت د نسلونو لارښوونه كړي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري …
د قامي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د سينئر خبريال الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د سينئر خبريال، دانشور او اردو ډائجسټ باني الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازي څرګندونه كړې ده٬ ده ووئيل الطاف حسن قريشي د صحافت، ادب او فکري ميدان يو معتبر او وقار لرونكے شخصيت ؤ، چا چې په خپلو ليكونو، فکري خدمات او صحافتي بصيرت د نسلونو لارښوونه كړي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې د غمرازۍ په خپل پيغام كښې اسپيکر سردار اياز صادق د ارواښاد الطاف حسن قريشي صحافت، ادب او د قامي شعور بيدارۍ لپاره خذمات ته پيرزوئني وړاندې كولو سره ووئيل الطاف حسن قريشي خپلو ليكونو، فکري بصيرت او اصولي صحافت د لارې د ډيرو نسلونو لارښوونه كړي۔د هغه شميره د پاکستان صحافت په هغه معتبر نامو كښې كيږي چا چې د قامي و ملي اقدار وده كښې مهم كردار ترسره كړې۔اسپيکر سردار اياز صادق ووئيل د الطاف حسن قريشي په مړينه صحافت او علمي نړۍ د يو مدبر ، اصول خوښي او صاحبِ فکر شخصيت څخه محروم شوي۔د اروښاد صحافتي، ادبي او فکري خدمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ده د اروښاد كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔د قامي اسمبلۍ اسپيکر دعا اوكړه چې لوئے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










