ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دې،په تحقيق و جدت اډانه تعليم د جامعه پرمختګ ضمانت دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني

  لاهور 17 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے،په تحقيق و جدت اډانه تعليم د جامعه پرمختګ ضمانت دے ،جديد ټيکنالوجۍ سره د سمون لرونكي تعليم  ودي لپاره كوټلي اقدامات كوو،د سېنېټ اداره د تعليم، جدت، هنر مندۍ وركولو پشمول د ځوانانو وقار په ښه ډول زياتولو لپاره د موقعو وركولو له لوظي دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده …

 

لاهور 17 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے،په تحقيق و جدت اډانه تعليم د جامعه پرمختګ ضمانت دے ،جديد ټيکنالوجۍ سره د سمون لرونكي تعليم  ودي لپاره كوټلي اقدامات كوو،د سېنېټ اداره د تعليم، جدت، هنر مندۍ وركولو پشمول د ځوانانو وقار په ښه ډول زياتولو لپاره د موقعو وركولو له لوظي دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يونيورسټي آف لاهور كښې د ګريجويشن دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔په دې موقع ډين، ډائريکټرز، استاذان ٬ زدكونكي او نور ګڼ شمير كسان موجود وو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو ډير خوشحاله شو او دا زما لپاره د درناوي خبره ده۔ده ټول فارغ التحصيل او کارکردګۍ څرګندونه كونكو له مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د ډګرو او تمغو نه بلكه د كلونو د محنت ، قربانۍ ، صبر او اميد د نتيجو ترلاسه كولو ورځ ده،دلته موجود هر يو زدكونكې په شا يوه داسې كورنۍ ده كوم چې دا باور ساتلې چې تعليم ژوند بدلوي، دا کاميابي چې څومره ستاسو ده دومره د هغوي هم ده،زه استاذانو او فيکلټي غړو ته هم پيرزوئنې وړاندې كوم د كومو په لارښودنه كښې چې د دې ځوانانو ذهنونو جوړولو كښې مهم کردار ترسره كړې۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل يونيورسټي آف لاهور د پاکستان اعليٰ تعليمي ادارو كښې يو ځانګړے مقام ترلاسه كړې،نړيوالو ادارو سره د شراکت د لارې نړيوال معيار تعليم په پاکستان كښې معارفي كولو سره يونيورسټۍ د ځوانانو لپاره نوي موقعو دروازے پرانستلي او په خاص توګه د سباؤن څانګو ته پام لرنه كول د ستائيني وړ ده۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د سېنېټ چيئرمېن په حيث زه د دې عزم او ويژن سره مخ په وړاندې ځم او تاسو له باور دركوم چې د پاکستان سېنېټ به د تعليم، جدت، هنر مندۍ او ځوانان په باوقار لرونكي ډول كښې مخ په وړاندې بوتللو موقعي وركولو له لوظي يو۔ د سېنېټ  چيئرمېن ټول ګريجويټس، والدين، استاذانو او د يونيورسټي آف لاهور انتظاميې له د دې خوشحالۍ په موقع مبارکي وركړه۔د دستوري په آخر كښې د سېنېټ چيئرمېن ښه کارکردګي ښودونكو زدكونكو له ميډلز او سرټيفکيټس وركړل دغسې د يونيورسټي آف لاهور ريکټر پروفيسر ډاکټر محمد اشرف خصوصي ميلمه له سوينئر هم وركړو۔

مزید خبریں