حج 2026:د يو لاکھ  څخه زيات پاکستاني حج كوونكي سعودي عرب ته ورسيدل ٬ 99 فيصده ميډيکل عمله ، 98 فيصده معاونين او 93 فيصده ټيکنيکل اسټاف وظيفائي چاري سنبھال كړي

مکه مکرمه 17 مئي  (اے پي پي) د پاکستان د بېلو ښارونو څخه’’روټ ټو مکه‘‘او د حج پروازونو د لارې په مجموعي توګه تر اوسه يو لاکھ  څخه زيات حج كوونكي سعودي عرب ته رسيدلي دي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې سعوي عرب كښې د حج كونكو د راتګ سلسله په تندۍ سره زياتيږي او اوس يواځې د 18 فيصده (21,626) حج كونكو رارسيدل پاتي۔ ده ووئيل تر اوسه …

مکه مکرمه 17 مئي  (اے پي پي) د پاکستان د بېلو ښارونو څخه’’روټ ټو مکه‘‘او د حج پروازونو د لارې په مجموعي توګه تر اوسه يو لاکھ  څخه زيات حج كوونكي سعودي عرب ته رسيدلي دي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې سعوي عرب كښې د حج كونكو د راتګ سلسله په تندۍ سره زياتيږي او اوس يواځې د 18 فيصده (21,626) حج كونكو رارسيدل پاتي۔ ده ووئيل تر اوسه د پاکستان څخه مدينې منورې ته 176 او جدې ته 212 پروازونه راغلي دي ۔ سعودي عرب ته رارسيدونكو مجموعي حج كونكو كښې 94 فيصده دا مهال مکه مکرمه كښې او پاتي 6 فيصده  مدينه منوره كښې دي۔ تازه شميري له مخې د پاکستان څخه نيغ په نيغه مدينې منورې ته رسيدونكو حج كونكو شميره 44,383 ده،چې پكښې 38,470 حج كونكو مدينه منوره كښې خپل وخت پوره كولو سره مکې مکرمې ته تللي دي۔دې نه ځانله 52,825 حج كونكي د پاکستان څخه نيغ په نيغه د جدې د لارې مکې مکرمې ته رسيدي دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند ډيټا له مخې د حج كونكو خدمت، لارښودني او طبي سهوليات وركولو لپاره ويلفيئر اسټاف 97 فيصده کار بشپړ كړې۔تر اوسه 98 فيصد معاونين حجاج ، 93 فيصده خدام (SDS) و ټيکنيکل اسټاف  او 99 فيصد ميډيکل عمله  سعودي عرب ته رسيدو سره خپلي ذمه وارۍ سنبھال كړې دي ٬ ټولو حج كونكو له 24 ساعته ښه سهوليات وركړې كيږي۔

مزید خبریں