د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سينئر خبريال الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد۔ 17 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سينئر خبريال، دانشور او اردو ډائجسټ باني الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازي څرګندونه كړې ده٬ ده ووئيل الطاف حسن قريشي د صحافت، ادب او فکري ميدان يو معتبر او وقار لرونكے شخصيت ؤ، چا چې په خپلو ليكونو ، فکري خدمات او صحافتي بصيرت د نسلونو لارښودنه كړي۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه …

 

اسلام آباد۔ 17 مئي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سينئر خبريال، دانشور او اردو ډائجسټ باني الطاف حسن قريشي په مړينه د غمرازي څرګندونه كړې ده٬ ده ووئيل الطاف حسن قريشي د صحافت، ادب او فکري ميدان يو معتبر او وقار لرونكے شخصيت ؤ، چا چې په خپلو ليكونو ، فکري خدمات او صحافتي بصيرت د نسلونو لارښودنه كړي۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې د غمرازۍ په بيان كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل الطاف حسن قريشي په اردو صحافت كښې اعليٰ روايات ته وده او قامي شعور بيدارولو كښې كردار ترسره كړې۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ارواښاد په مړينه صحافت او نړۍ د يو مدبر، اصول خوښي او صاحبِ فکر شخصيت څخه محروم شوې۔د هغه قامي، ادبي او صحافتي خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن د ارواښاد كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره دعا اوكړه چې لوئے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں