وفاقي وزير سردار محمد يوسف سعودي عرب ته په رسيدو عمره وكړه،د پاکستان حج كوونكو سره ملاقاتونه

  مکه مکرمه 16 مئي  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سعودي عرب ته په رسيدو عمره وكړه۔ د عمره كولو نه پس هغه د پاکستان حج كوونكو سره تفصيلي ملاقاتونه وكړل۔ سردار محمد يوسف د حج كوونكو سره ستړي مشي وكړه او د حج مشن د اړخه په وركړې كيدونكو د مزل، اسوګني او طبي آسانيو معيار په اړه  ئې پوښتني وكړي۔ حج كونكو …

 

مکه مکرمه 16 مئي  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سعودي عرب ته په رسيدو عمره وكړه۔ د عمره كولو نه پس هغه د پاکستان حج كوونكو سره تفصيلي ملاقاتونه وكړل۔ سردار محمد يوسف د حج كوونكو سره ستړي مشي وكړه او د حج مشن د اړخه په وركړې كيدونكو د مزل، اسوګني او طبي آسانيو معيار په اړه  ئې پوښتني وكړي۔ حج كونكو د وفاقي وزير سره ليدو كتو د خوشحالۍ او د حکومتِ د اړخه په شوو انتظامات اطمينان څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د مسجد الحرام بېلو برخو او لاسو كښې تعينات  حرم ګائيډز او خدام الحجاج سره ملاقاتونه وكړل۔ سردار محمد يوسف په موقع د موجود عملے سره د هغوي د وظيفائي چارو، شفټونو وخت او مشرانو څخه لارو هيريدلو مرستي لپاره ئې په نافذ العمل تګلاره خبري اتري وكړي۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف د حج مشن چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې حج كونكي زمونږ ميلمانه دي او د هغوي په خذمت كښې هيڅ ډول بے غاوري ونه كړې شي۔

مزید خبریں