د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ،وزير مملكت  طلال چوهدري سره د ميجر جنرل مجدي هلال په مشرۍ كښې د مصر  د كورنيو چارو وزارت پلاوي وليدل

  اسلام آباد 16 مئي  (اے پي پي) ‎د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او  وزير مملكت طلال چوهدري سره د ميجر جنرل مجدي هلال په مشرۍ كښې د مصر د كورنيو چارو وزارت پلاوي ليدلي دي۔ پلاوي كښې بريګيډيئر عصام ابو الخير، بريګيډيئر انجينئر محمد راضي او بريګيډيئر ډاكټر محمد منير شامل وو۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارت ترمينځه مرستي زياتولو ته اتفاق راغلو۔د كورنيو …

 

اسلام آباد 16 مئي  (اے پي پي) ‎د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او  وزير مملكت طلال چوهدري سره د ميجر جنرل مجدي هلال په مشرۍ كښې د مصر د كورنيو چارو وزارت پلاوي ليدلي دي۔ پلاوي كښې بريګيډيئر عصام ابو الخير، بريګيډيئر انجينئر محمد راضي او بريګيډيئر ډاكټر محمد منير شامل وو۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارت ترمينځه مرستي زياتولو ته اتفاق راغلو۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع د امنيت په چارو ، ترهه ګرۍ او نشه ائ توكو په مخنيوي ، سائبر كرائم او سېف سټي په څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع نېشنل پوليس اكيډمي او مصر پوليس اكيډمي ترمينځه د افسرانو شريكي تربيې لپاره مرستي زياتولو پريكړه هم شوي۔  ملاقات په مهال خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د مصر پلاوي دوره به د دوه اړخيزه مرستي نوي لارو لټولو كښې مرستياله وګرځي،‎ مصر سره اړيكو لا قوي كولو لپاره به عملي ګامونه پورته كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي  ووئيل د شريكو ګټو په څانګو كښې د مرستي نوي موقعو لټولو لپاره به ډير زر د پاكستان پلاوې د مصر دوره وكړي،د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارت ترمينځه مرستي ته ودي سره به دوه اړخيزه اړيكي لا مستحكم شي ۔وزير مملكت طلال چوهدري د ملاقات په مهال ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ترهه ګرۍ مخنيوي،د نشه ائ توكو مخنيوي او داخله سلامتيا په څانګو كښې د مرستي پراخه موقعې شته۔د مصر پلاوي ووئيل اينټي ناركوټكس فورس، اين پي اے پشمول بېلو ادارو دورے ګټه وره وي او د دواړو هېوادونو بېلو څانګو كښې د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د مصر خپل همڅنګ لپاره د نيكو هيلو پيغام وركړو۔په دې موقع د كورنيو چارو سيكرټري او اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں