اسلام آباد 15مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريکې د جنوبي و مينځني اسياﺀ چارو اسسټنټ خارجه وزير اېس پال کپور ملاقات کړې چې پكښې د پاك امريكې په اړيكو او مينځني ختيز په صورتحال خبري اتري دغسې په امنيتي،د ترهه ګرۍ مخنيوي او نشه ائ توكو مخنيوي په څانګو كښې د كار اشتراك په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع …
د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د امريکې اسټنټ خارجه وزير اېس پال کپور ملاقات،د پاك امريكې په اړيكو او مينځني ختيز په صورتحال خبري اتري

مزید خبریں
اسلام آباد 15مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريکې د جنوبي و مينځني اسياﺀ چارو اسسټنټ خارجه وزير اېس پال کپور ملاقات کړې چې پكښې د پاك امريكې په اړيكو او مينځني ختيز په صورتحال خبري اتري دغسې په امنيتي،د ترهه ګرۍ مخنيوي او نشه ائ توكو مخنيوي په څانګو كښې د كار اشتراك په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د امريكې لنډمهال سفيره نيټلي بيکر ، د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري او د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري هم موجود وو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د صدر ټرمپ په دور كښې د پاك امريکې اړآكي لا قوي شوي ۔ ده ووئيل په ريکوډك منصوبه كار كونكي د امريكې کمپنيو كوټلي امنيت باوري كيږي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د پاکستان او امريکې ترمينځه نيغ په نيغه پروازونه به ډير زر پېل شي۔ده ووئيل د مينځني ختيز شخړې د اوږدې مودې امن حل لپاره هيله مند يو۔د امريکې اسسټنټ خارجه وزير په منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان کردار وستائيلو۔










