ګلګت 15 مئي (اے پي پي) د اسماعيلي ورورولۍ روحاني پيشوا پرنس رحيم آغا خان د ګلګت بلتستان متوقع دورۂ په لړ كښې حکومتي تيارۍ حتمي پړاؤ كښې دي دغسې وفاقي او صوبائي ادارو ته زر تر زره د انتظامات بشپړولو سپارښتنه شوي۔ سرکاري ذريعو له مخې پرنس آغا خان به د 21 نه تر 25 مئي 2026 د ګلګت بلتستان د بېلو سيمو دوره كوي چرته به چې …
د پرنس رحيم آغا خان د ګلګت بلتستان دورې تيارۍ حتمي پړاؤ كښې دي، وفاقي حکومت به هر ممکن مرسته كوي۔امير مقام

مزید خبریں
ګلګت 15 مئي (اے پي پي) د اسماعيلي ورورولۍ روحاني پيشوا پرنس رحيم آغا خان د ګلګت بلتستان متوقع دورۂ په لړ كښې حکومتي تيارۍ حتمي پړاؤ كښې دي دغسې وفاقي او صوبائي ادارو ته زر تر زره د انتظامات بشپړولو سپارښتنه شوي۔ سرکاري ذريعو له مخې پرنس آغا خان به د 21 نه تر 25 مئي 2026 د ګلګت بلتستان د بېلو سيمو دوره كوي چرته به چې هغه اولسي غونډو كښې ګډون كوي او بېلو دستورو ته به وينا كوي۔د دورے په مهال هغه له د رياستي ميلمه درجه وركولې شي۔په دې لړ كښې د جمعې په ورځ د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ګلګت كښې د يوې اعليٰ پائې غونډي په مهال تفصيلي بريفننګ وركړو جې له مخې ئې پرنس رحيم دې دورې په مهال هنزہ سيمي پاسو، ګلګت سټي، ګاهکوچ بالا او طاؤس ياسين كښې لوئ غونډي امكان لري چې پكښې به ګڼ شمير كسان ګډون كوي۔ بريفنګ كښې وفاقي وزير خبر كړې شو چې انتظاميې د ممکنه ګڼي ترمخه په ځيني ځايونو د يو څخه زيات سيشنز كولو په تجويز غور هم كوي۔ سيکيورټي او د مزل انتظامات په اړه وفاقي حکومت ته د بلټ پروف ګاړي وركولو خواست شوې دغسې متبادل روټ په توګه بابوسر روډ په سمدستي توګه فعالولو او د کوهستان حساس ځايونو كښې اين ايچ اے چمتو پاتي كيدو سفارش هم شوې۔










