د آئي 12 سیکټر پرمختيائې كار 97 فیصد بشپر دے ، الاټیز ته به قبضه په  راروانو 8  نه تر  10  اوونيو  وركرې شي ، طلال چوهدري

  اسلام آباد۔15مئی  (اے پي پي ) د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي  چې د  آئي 12 سیکټر پرمختيائې  كار 97 فیصد مکمل دے ،  الاټیز ته به  قبضه په راروانو  8  نه تر  10  اوونيو ورګرې شي ۔ د جمعې به ورځ  قامي اسمبلۍ كښې  د نتاشه دولتانه او  نورو   د وفاقي ترقیاتي ادارې  د اړخه  آئي  12 سیکټر كښې د  پلاټونو  قبضه …

 

اسلام آباد۔15مئی  (اے پي پي ) د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي  چې د  آئي 12 سیکټر پرمختيائې  كار 97 فیصد مکمل دے ،  الاټیز ته به  قبضه په راروانو  8  نه تر  10  اوونيو ورګرې شي ۔ د جمعې به ورځ  قامي اسمبلۍ كښې  د نتاشه دولتانه او  نورو   د وفاقي ترقیاتي ادارې  د اړخه  آئي  12 سیکټر كښې د  پلاټونو  قبضه وركولو  كښې غیر معمولي تاخیر  په اړه د پام راګرځونې  نوټس ځواب وركولو كښې وزیر مملکت ووئېل  د آئي 12 سیکټر كښې د ډېرې مودې نه ترقیاتي کار روان دے ،دا وخت 97 فیصد کار مکمل شوے دے ۔الاټیز ته به قبضه په راروانو څو اوونيو كښې وركرې شي  ۔د نتاشه دولتانه د پوښتنې په ځواب ده ووئېل  د څارو منډيانې  عمر له په  عید الاضحیٰ د آبادۍ نه   لرې او چرته چې  سیکیورټي وي هلته به  عارضي توګه  لګول ېكېږي  ۔ په دې سیکټر كښې  الاټیانو ته قبضه به د  ٨ نه تر  10  اوونيو وركرې شي۔د تاخیر مختلف وجوهات كښې  مالکان ته معاوضه  وركولو پشمول نور وجوهات شامل دي  ۔ده ووئېل د  5 زره نه  زيات پلاټونه قبضې له جوړ پراته دي۔

مزید خبریں