اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان د ريلوے وزير محمد حنيف عباسي سره د جمعې په ورځ ملاقات كړې په دې مهال د ټرانسپورټ او ريلوے په څانګو كښې مرستي زياتولو،اولس له محفوظ، جديد او تند رفتاره سهوليات وركول او پرمختيئاي منصوبو كښې اداره جاتي همغږۍ ته وده وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي۔ملاقات په مهال دواړو ويرانو دې خبري ته …
د مواصلات وفاقي وزير د ريلوے وزير سره ملاقات،اداره جاتي مرستي ودي په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان د ريلوے وزير محمد حنيف عباسي سره د جمعې په ورځ ملاقات كړې په دې مهال د ټرانسپورټ او ريلوے په څانګو كښې مرستي زياتولو،اولس له محفوظ، جديد او تند رفتاره سهوليات وركول او پرمختيئاي منصوبو كښې اداره جاتي همغږۍ ته وده وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي۔ملاقات په مهال دواړو ويرانو دې خبري ته اتفاق وكړو چې د هېواد پرمختګ ، معاشي استحكام او اولسي سهولتونو ودي لپاره مواصلات او ريلوے مؤثر او جديد نظام ته اړتيا ده۔دوي د پاكستان ټرانسپورټ نيټ ورك په جديد ډول روانولو، د مزل سهوليات زياتولو او انفراسټركچر ښه والي د بيلو اړخونو هم جاج واخست۔د مواصلات وزير عبدالعليم خان د ريلوے وزارتِ كاركردګي ستائلو سره ووئيل د پاكستان ريلوے خود كفيله او ګټه وره اداره جوړولو له محمد حنيف عباسي هلي ځلي د ستائني وړ دي۔ده ووئيل د ريلوے نظام كښې ښه والي سره نه يواځې اولس له د مزل ښه سهوليات ترلاسه شي بلكه د هېواد معيشت او تجارتي هلو ځلو ته به هم ګټه وشي۔د ريلوے وزير محمد حنيف عباسي ووئيل حكومت اولس له جديد، محفوظ او معياري سهوليات وركولو له سنجيده اقدامات كوي او په دې لړ كښې د بېلو ادارو ترمينځه مؤثره مرسته د وخت مهم ضرورت دے۔










