اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) سېنېټ د جمعې په ورځ دوه بلونه پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء او اسپيشل اكنامك زونز (ترميمي) بل 2026ء منظور كړې دي،دغسې څلور نور بلونه د لا غور كولو لپاره اړوندو قائمه كمېټيو ته وسپارلے شول۔د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي كمال د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء ايوان ته وړاندې كړو،دغسې د خزاني وزير مملكت بلال …
سېنېټ د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء او اسپيشل اكنامك زونز (ترميمي) بل 2026ء منظوري وركړه، څلور بلونه د نور غور لپاره كمېټو ته وسپارلے شول

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) سېنېټ د جمعې په ورځ دوه بلونه پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء او اسپيشل اكنامك زونز (ترميمي) بل 2026ء منظور كړې دي،دغسې څلور نور بلونه د لا غور كولو لپاره اړوندو قائمه كمېټيو ته وسپارلے شول۔د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي كمال د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء ايوان ته وړاندې كړو،دغسې د خزاني وزير مملكت بلال اظهر كياني د اسپيشل اكنامك زونز (ترميمي) بل 2026ء وړاندې كړو۔بل وړاندې كولو سره مصطفيٰ كمال ايوان ته خواست وكړو چې دا بل د قائمه كمېټۍ ته لېږلو نه غير منظور كړې ځكه چې په دې د قامي اسمبلۍ كمېټۍ كښې تفصيلي غور شوے۔ده ووئيل دې نه پس كه حاجت پېښ شو نو په دې كښې بدلون كيدے شي۔سېنېټر حاجي هدايت الله خان او د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن رامير ولي الدين چشتي هم د بل كمېټۍ ته سپارلو نه غير د منظورولو حمايت وكړو۔د غونډي مشري كونكي سېنېټر شيري رحمان په بل د رائے شميري لپاره وړاندې كړو۔ 14 غړو بل د نيغ په نيغه منظورۍ په حق كښې دغسې 13 غړو كمېټۍ ته د لېږلو په حق كښې ووټ وركړو۔دې نه پس د بل شق وار منظوري وركړې شوه۔د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل بل 2026ء اغراض و مقاصد له مخې پخواني قوانين كونسل ته د پېښو انتظامي، مالي او ګورننس سختو مسئلو حل كولو كښې ناكامه راغلي۔كورنيو شخړو ، عدالتي مقدمو او ب دانتظامۍ تورونو له امله كونسل غير فعاله شوے ؤ، چې ورسره نرسنګ او مډوائفري څانګه كښې د رجسټريشن او لائسنسنګ زيات بيك لاګ پيدا شو او هېواد كښې خدمات وركول وځپلے شول ۔د بل مقصد د مؤثر ريګوليشن بحالي، شفافيت باوري كول او نرسنګ و مډوائفري څانګه د نړيوال معيار له مخې جوړول دي۔۔په بل كښې د ادارو او تعليمي اسناد شفاف تھرډ پارټي ايكريډيټيشن د لارې د تسليمولو تجويز ههم شامل دے۔بلخوا بلال اظهر كياني د نيټنګ آف فنانشل ارينجمنټس بل 2026ء، ايكسپورټ امپورټ بينك آف پاكستان (ترميمي) بل 2026ء، فسكل ريسپانسبلټي اينډ ډيټ ليميټيشن (ترميمي) بل 2026ء او اسلام آباد كيپيټل ټيريټري كنډومينيم (اونرشپ اينډ مينجمنټ) بل 2026ء هم ايوان ته وړاندې كړو۔لنډ مهاله چيئر څلور واړو بلونه تفصيلي غور لپاره اړوندو قائمه كمېټيو ته وسپارل۔دې نه ځانله بلال اظهر كياني د آئين آرټيكل 73 ترمخه كسټمز ايكټ 1969ء كښې د نور بدلون په اړه مني بل — كسټمز (ترميمي) بل 2026ء —كاپي هم سېنېټ ته وړاندې كړه۔لنډ مهاله چيئر ياد شوې بل د سېنېټ د خزاني لپاره قائمه كمېټۍ ته ولېږلو دغسې چې تر ګل ورځې خپل سفارشات جمع كړي۔











