اسلام آباد 15مئی (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سینیټ ته وئېلي دي د ډېرې مودې نه د ځنډ ښكا سکھر۔حیدرآباد موټروے منصوبه باندې به سږ كال کار پېل شي ٬ دغسې د منصوبې به پينځو كښې د دريو سیکشنز منظوري وركړې شوې ده او د ټینډرنګ عمل هم روان دے ۔د جمعې په ورځ د سینیټ غونډه كښې د پوښتنو دې په مهال د سینیټر سید …
په سکھر۔حیدرآباد موټروے جوړولو به كار سږ كال پېل شي ٬ عبدالعليم خان

مزید خبریں
اسلام آباد 15مئی (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سینیټ ته وئېلي دي د ډېرې مودې نه د ځنډ ښكا سکھر۔حیدرآباد موټروے منصوبه باندې به سږ كال کار پېل شي ٬ دغسې د منصوبې به پينځو كښې د دريو سیکشنز منظوري وركړې شوې ده او د ټینډرنګ عمل هم روان دے ۔د جمعې په ورځ د سینیټ غونډه كښې د پوښتنو دې په مهال د سینیټر سید مسرور احسن په پوښتنه وفاقي وزیر ووئېل د سکھر نه تر حیدرآباد موټروے منصوبه په پينځو برخو وېشلې شوې ده ۔ ده ووئېل د دريو سیکشنز منظوري مکمل شوې ده او ټینډرز جاري كرې شوي دي ، هيله ده چې په اګست یا ستمبر پورې به عملي تعمیراتي کار پیل شي ۔عبدالعلیم خان ووئېل حکومت د مالي ستونزو او پبلک سیکټر ډویلپمنټ پروګرام (پي ایس ډي پي ) كښې د لږ فنډز باوجود د سړكونو بنیادي ډھانچې ښه كولو ته پام لرنه كوي ۔ده ووئېل هېواد كښې دا وخت 109 ټول پلازې فعاله دي او سپارښتنه ورته شوې چې د خرابو سړکونو د بحالۍ کار مکمل كړ ئاو ټول پلازې فعاله مه ساتئ ۔وفاقی وزیر ووئېل ټول ټیکس نه تر لاسه آمدن د موجودو سړکونو سمونې او د نوو لارو جوړولو لپاره ضروري دے ۔ ده ووئېل نیشنل هائي وے اتھارټي (این ایچ اے ) ټول وصولولو د لارې زياته ریونیو تر لاسه كوي كومه جې د انفراسټرکچر په منصوبو خرچ کېږي ۔ده اعتراف وكړو جې د هېواد ډېرو سړکونو حالت د ډاډ وړ نه دے او د فنډز کمے د سړکونو په مرمت او پراختيا كښې لوي خنډ دے ۔عبدالعلیم خان ووئېل د لويو ټرانسپورټ ګاړو اوورلوډنګ لارزو ته زيان رسوي، د كومې له امله چې اوږده او تر ډېرې مودې لپاره جور سړكونه په څو چند كالو كښې مات رامات شي ۔دهي غونډې لا باور وركړو چې حکومت به د سړکونو معیار او انفراسټرکچر لا ښه كولو لپاره موثر اقدامات کوي۔











