نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د امريكې سوئېلې و مينځنۍ آسيائي چارو لپاره  د خارجه وزير معاون پال كپور ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د امريكې سوئېلي و مينځنۍ آسيائي چارو لپاره  د خارجه وزير معاون پال كپور ملاقات كړے او په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د صدر ټرمپ د امن وژن٬ايران-امريكا جنګ …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د امريكې سوئېلي و مينځنۍ آسيائي چارو لپاره  د خارجه وزير معاون پال كپور ملاقات كړے او په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د صدر ټرمپ د امن وژن٬ايران-امريكا جنګ بندۍ په اړه د مفاهمت او امريكې نائب صدر جے ډي وينس د 11 نه تر 12 اپريل 2026 د پاكستان دوره وستائېله۔ده د مسئلو حل لپاره د پاكستان په مكالمه او سفارتكارۍ اډانه دريځ  پخلے وكړو۔ده د پاكستان او امريكې اړيكو كښې د مثبت پېشرفت په اړه د اطمينان څرګندونې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو روابط او بيلو څانګو كښې د مرستې د ودې هركلے وكړو۔ده د اعلٰی كچ باقاعده تبادلو او د پرله پسې منظمه خبرو په اهميت هم زور راوړو۔په دې موقع معاون وزير پال كپور سيمه ايزه ثالثۍ كښې د پاكستان كردار ستائېلو سره د دوه اړخيزه اړيكو د مثبت ارڅ ذكر وكړو۔

مزید خبریں