د ګلګت بلتستان پرمختګ ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي  ۔ انجنيئراميرمقام

  ګلګت  14 مئي (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  د ګلګت بلتستان پرمختګ ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي  ٬ دلته سړكونه جوړول٬ د سولرائزيشن منصوبې او دانش سکولز په څېر اقدامات روان دي كوم چې سيمه د پرمختګ او خوشحالۍ په لاره روانه وي، وفاقي حکومت ځوانان بااختياره جوړولو لپاره عملي اقدامات كوي٬ او  د پرائم …

 

ګلګت  14 مئي (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  د ګلګت بلتستان پرمختګ ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي  ٬ دلته سړكونه جوړول٬ د سولرائزيشن منصوبې او دانش سکولز په څېر اقدامات روان دي كوم چې سيمه د پرمختګ او خوشحالۍ په لاره روانه وي، وفاقي حکومت ځوانان بااختياره جوړولو لپاره عملي اقدامات كوي٬ او  د پرائم منسټر ليپ ټاپ سکيم د دې سلسلې يوه كړۍ ده كومه چې زده كوٶنكي جديد تقاضو سره سمولو له مرسته كوي۔ دا خبرې ده په قراقرم انټرنيشنل يونيورسټۍ(کے آئي يو) هنزہ کيمپس كښې د وزيراعظم يوتھ ليپ ټاپ سکيم له مخې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې وائس چانسلر، د فيکلټي غړو، د يونيورسټۍ انتظاميې، زده كوٶنكو (انجونو/هلكانو) او د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ ده ووئيل قراقرم انټرنيشنل يونيورسټي په هنزه سيمه كښې د لوړو زده كړو ودې او ځوانانو ته په ځائي كچه د موقعو په وركولو كښې مهم كردار لوبوي۔ په دې موقع وفاقي وزير د پوهنتون د انتظاميه او استاذانو د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل  په لنډه موده كښې دې ادارې ځانګړے مقام ترلاسه كړو۔ ده ووئيل چ د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے چې د پاکستان ځوانانو ته جديد تعليم، تحقيق، مصنوعي ذهانت، ډيجيټل مهارتونه او اختراعي سوچ وركړے شي دغسې چې دوي په نړيواله كچه د هېواد او قام نامه روښانه كړي۔ ده لېپ ټاپ ترلاسه كوونكو زده كوٶنكو له مباركي وركولو سره ووئيل  دا اعزاز د دوي د محنت، قابليت او ښه تعليمي کارکردګۍ اعتراف دے۔ وفاقي وزير په زده كوٶنكو زور راوړو چې ھغوي  ليپ ټاپ علم، تحقيق، اختراع اور د قامي خدمت د موثره ذريعې په توګه استعمال كړي او د خپلو صلاحيتونو د لارې د پاکستان د ترقۍ او خوشحالي كښې كردار ولوبوي۔ دغسې وفاقي وزير اميرمقام د پرائم منسټر يوتھ پروګرام  چيئرمين رانا مشهود احمد خان ځوانانو لپاره  د پورته كړو ګامونو  مخ په وړاندې تګ لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل  د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ګلګت بلتستان كښې پرمختياېي منصوبې ، دانش سکولز، د تجديد وړ د توان منصوبې، سيف سټي پراجيکټس،ځوانانو لپاره کاروباري پور س او جديد تعليمي سهولتونو ته خاص پاملرنه كېږي دغسې چې د سيمې ځوانانو ته د پرمختګ يو برابر موقعې په لاس ورشي۔ د دې نه وړاندې قراقرم انټرنيشنل يونيورسټي هنزہ کيمپس ته په راتګ د وفاقي وزير انجينئر امير مقام وائس چانسلر، د فيکلټۍ غړٶ او د يونيورسټۍ انتظاميې تود هركلے وكړو۔ د دې نه وروستو وائس چانسلر خپل دفتر كښې وفاقي وزير ته د پوهنتون د تعليمي، تحقيقي او پرمختيائي هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو٬ په دې موقع وفاقي وزير د هنزہ کيمپس په سبزہ زار كښې بوټے نال كړو او د شجركارۍ كمپائن كښې ئې برخه واخسته۔

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں