اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي)د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د شفاء تعمیر ملت یونیورسټي اسلام آباد طلبه اوز استاذانو سره خاص ناسته كښې ګدون وكړو ۔ شفاء تعمیر ملت یونیورسټي ته په رسېدو استاذانو، د فیکلټۍ غړو او طلبه د ده تود هر كلے وكړو ۔ ډي جي آئي ایس پآ آر د قامي سلامتیا چارو بشمول …
د ډي جي آئی ایس پی آر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د شفاء تعمیر ملت یونیورسټۍ طلبه و استاذانو سره خاص ناسته

مزید خبریں
اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي)د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د شفاء تعمیر ملت یونیورسټي اسلام آباد طلبه اوز استاذانو سره خاص ناسته كښې ګدون وكړو ۔ شفاء تعمیر ملت یونیورسټي ته په رسېدو استاذانو، د فیکلټۍ غړو او طلبه د ده تود هر كلے وكړو ۔ ډي جي آئي ایس پآ آر د قامي سلامتیا چارو بشمول د ترهه ګرۍ مخ نيوي او په انفارمیشن وارفیئر تفصیلي خبرې وكړې او د خاص سیشن په مهال يې د طلبه د پوښتنو ځوابونه وركړل ۔وائس چانسل ډاکټرمحمد اقبال خان ووئېل ځوان نسل له د پاکستان استحکام او سلامتیا لپاره مثبت کردار ادا کول غواړي ۔ د خاص نشست نه پس يو شمېر ابهام لرې شول او د ذمه واره سوشل میډیا استعمال په اړه طلبه جامع خبرتيا تر لاسه كړه ۔ طلبه ووئېل د معرکه حق تاریخي بريا د پاکستان وقار او نړيوال تشخص لا مستحکم كړو ،د وطن دفاع لپاره د پاك پوځ لازواله قربانو ته بېرزوئنې وړاندې كوو ،د ځوانانو د جعلي خبرونو ، ناوړهخ پروپیګنډې او هائبرډ وارفیئر خطرو خبرتيا د وخت مهم ضرورت دے ،په سوشل میډیا د كوم هم خبر یا معلومات مخكښې لېږلو نه وړاندې د دې حقیقت او مستند ذرائعو تصدیق ضروري دے ۔ دغسې استاذانو او طلباء د قامي سلامتی ته د پیښو خطرو تر مخه د وسله وال پوځ سره د يو والي غیر متزلزل عزم پخلے وكړو










