اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي د پاکستان خلاف بهر هېواد څخه چلونكے په بدنیتۍ اډاڼه د ناوړه كمپائن مقصد ناسمه معلومات خپرول او کنفیوژن پیدا کول دي ، منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاکستان کردار مجروح کول غیر پیشه ورہ کارستاني د امن څخه د بیزاره عناصر مایوسي څرګنده وي ۔ د زيارت په ورځ د …
بهر هېواد څخه چلونكے د پاکستان مخالف په بد نیتۍ اډاڼه كمپائن د امن لپاره د پاکستان کردار مجروح كول د امن نه د بیزاره عناصر مایوسي څرګندوي، عطاء اللہ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔14مئی (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي د پاکستان خلاف بهر هېواد څخه چلونكے په بدنیتۍ اډاڼه د ناوړه كمپائن مقصد ناسمه معلومات خپرول او کنفیوژن پیدا کول دي ، منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاکستان کردار مجروح کول غیر پیشه ورہ کارستاني د امن څخه د بیزاره عناصر مایوسي څرګنده وي ۔ د زيارت په ورځ د سماجې رابطې په پلیټ فارم ”ایکس“ پوسټ كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئېل د تېرو څو ورځو څخه د پاکستان خلاف كوټلے ناوړه كمپائن چلولې كېږي ، د مخصوص مقاصد لپاره په بدنیتۍ اډاڼه دا كمپائن د بهر هېواد نه چلولې شي د كوم مقصد چې د نامعلومه ذرائعو او چارواكو په اړه په قصد ناسمه معلومات له هوا وركول او کنفیوژن پیدا کول دي ۔ده ووئېل منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاکستان کردار د مجروح کولو دا غیر پیشه ورہ کوشش د هغه عناصر مایوسي څرګندوي كوم چې د امن نه بیزاره دي ۔ عطاء اللہ تارړ ووئېل د معتبره مقامي میډیا ذرائعو بشمول د يو شمېر فیکټ چیک فورمز د اړخه د حقائقو او تصدیق د لارې دا پروپیګنډه د وړاندې نه مسترد کرې شوې ده ۔ ده ووئېل مونږ ښه پوهېږو چې د داسې څيزونو په شا ځينې عناصر په خاص توګه د امن مخالفین فعاله وي كوم چې منطقه كښې امن لپاره د پاکستان کردار، په بهرنۍ سرپرستۍ او مرسته د كېدونكې ترهه ګرۍ خلاف د پاکستان د مسلسل او کامیاب جنګ تسلیمولو نه قاصر دي۔وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئېل د ترهه ګرۍ خاتمه، د شخړو هوارے او د امن راوستل شاید د دغې خلقو خوښ نه دي كوم چې د دغې ناوړه كمپائن ملاتړ كوي۔ ده ووئېل پاکستان او د ده ذمه واره میډیا د دې ناوړه كمپائن پس پردہ عناصر د ناوړه عزائمو به دغس ې بے نقابه كوي ۔ده ووئېل د دې كمپائن بے نقابه كولو لپاره د پاکستان مېډیا او انفلوئنسرز هڅې او کردار د ستائنې جوګه دے ۔










