وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري په اسلام آباد كښې د هلال احمر پاكستان هيډكوارټرز دوره وكړه٬ د بيګم نصرت بهټو لائبريري پرانسته

  اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د هلال احمر سوسائټۍ پاكستان هيډكوارټر دوره وكړه او د بيګم نصرت بهټو لائبريري پرانسته يې وكړه۔دې د "پي آر سي ايس د بشري خواخوږۍ سفر"تر عنوان  لاندې  د راجوړ نندارتون هم څارنه وكړه۔پي آر سي ايس هيډكوارټرز ته په رسېدو  د وړومبۍ ميرمن هركلے …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بهټو زرداري د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د هلال احمر سوسائټۍ پاكستان هيډكوارټر دوره وكړه او د بيګم نصرت بهټو لائبريري پرانسته يې وكړه۔دې د “پي آر سي ايس د بشري خواخوږۍ سفر”تر عنوان  لاندې  د راجوړ نندارتون هم څارنه وكړه۔پي آر سي ايس هيډكوارټرز ته په رسېدو  د وړومبۍ ميرمن هركلے د پي آر سي ايس چيئرپرسن فرزانه نائيك او د ادارې سينئر چارواكو وكړو۔هغوي په كال 1947 كښې د ادارې جوړېدو نه پس د پاكستان ريډ كريسنټ سوسائټۍ  د بشري خذمت٬تاريخي كردار او  د مرستې هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې په ټول هېواد كښې د رضا كارو نيټ ورك او  د ځوانانو شموليتي اقدامات شامل دي۔وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د بيګم نصرت بهټو لائبريري پرانستې كولو لپاره فيته برې كړه او  د نندارتون دوره يې وكړه چې پكښې د پي آر سي ايس د بشري خواخوږۍ سفر پشمول د  آفات مخ نيوي كاروائي٬د مرستې تاريخي هلې ځلې اود  بهټو كورنۍ سره تړلې د ډېرې مودې د خېرښېګړې اقدامات رامخې ته كړے شول ۔په خپله وينا كښې وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د پي آر سي ايس لخوا د بشري خذمات ستائنه وكړه او  د ادارې لا موثره او فعاله جوړولو لپاره  يې  د مرستې باور وركړو۔دې ووئيل پي آر سي ايس د انسانيت په خذمت كښې مهم كردار ادا كوي او د دې مشن په سنجيدګۍ او محنت  سره  د مخ  په وړاندې  د بوتللو ضرورت دے۔د دورې په مهال وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل چې پكښې هغې ووئيل  زه د خپلې نيا بيګم نصرت بهټو٬خپلې مور شهيدې بينظير بهټو او د خپل پلار كوم چې د دې سوسائټۍ صدر هم دے سره د  تړلے شوو بشري خذمات روايت مخ په وړاندې بوتلل غواړم۔د پي آر سي ايس چيئرپرسن فرزانه نائيك ووئيل  د بيګم نصرت بهټو لائبريري پرانسته د ارواښادې بيګم نصرت بهټو د خواخوږۍ ٬اولسي خذمت او  د بشري قيادت پخوانۍ ورثې ته د پيرزوئنې وړاندې كولو مترادف ده ۔هغې ووئيل  بيګم نصرت بهټو او شهيدې بينظير بهټو د بشري اقدارو ودې او  د كمزورو طبقو مرستې د لارې د پي آر سي ايس مشن بشپړ ملاتړ كړے۔هغې د صدر ملكت آصف علي زرداري هم مننه وكړه څوګ چې د دې قامي سوسائټۍ صدر هم دے۔د دې نه پس آصفه بهټو زرداري هيډكوارټرز كښې د پي آر سي ايس رضا كارو ماشومانو سره هم ملاقات وكړو او  بشري او سماجي خذمات كښې يې  د هغوي د خوښي او شموليت وستائېلو۔په دې موقع د آئي ايف آر سي مشر آندریاس وائسن برګ، د آئی سی آر سی مشرکرسټوف سوټر، ترک ریډ کریسنټ مشر بیضا تانر، جرمن ریډ کراس استازې آصف امان خان، ناروین ریډ کراس مشر ډاكتر الوګ بیک امینوف او او د قامي اسمبلۍ غړې شازیه مری هم موجوده وه۔ د دې څخه وړاندې د هلال احمر پاكستان هيډكوارټر ته په راتګ  د وړومبۍ ميرمن  د ادارې مشرې او سينئر چارواكو تود هركلے وكړو۔ چیئرپرسن وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري ته د هلال احمر پاكستان بيج ولګولو او جيكټ يې ورته واغستو او هغې ته يې سووینیئر او پوټریټ هم وركړو۔

مزید خبریں