ملګري ملتونه 14 مئي (اے پی پی)پاكستان په نړيواله كچه د زياتو شوو شخړو او تاؤ تريخوالې ماحول كښې د بدھ مت د امن٬مينې او همغږۍ پېغام نړيوال امن لپاره مهم ګرځولے دے۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د وېساك نړيوالې ورځې 2026 دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل په موجوده دور كښې نړۍ د جنګ او شخړو ښكار ده او انسان روحاني …
اوسني وخت كښې د بدھ مت تعليمات اهميت څو چنده زيات شوے ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير دستورې ته وينا

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14 مئي (اے پی پی)پاكستان په نړيواله كچه د زياتو شوو شخړو او تاؤ تريخوالې ماحول كښې د بدھ مت د امن٬مينې او همغږۍ پېغام نړيوال امن لپاره مهم ګرځولے دے۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د وېساك نړيوالې ورځې 2026 دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل په موجوده دور كښې نړۍ د جنګ او شخړو ښكار ده او انسان روحاني ناقراري سره مخ دے٬د بدھ مت تعليمات اهميت څو چنده زيات شوے دے۔دستوره د سري لنكا او تهائي لينډ مستقل مشنز په شريكه توګه تابيا كړې وه ۔پاكستاني استازي ووئېل بدھ مت د پاكستان د شريكې كلتورې ورثې برخه ده او ګندهارا تهذيب د دې مذهب تعليمات ته ودې وركولو كښې مهم كردار ادا كړے دے۔ده ټيكسلا٬سوات او تخت بهائي غوندې د تاريخي ځايونو ذكر كولو سره ووئيل د ټولې نړۍ څخه بدھ راهب او سېلګري د دې ځايونو دوره كوي۔ده ووئيل پاكستان به د مذهبونو تر مينځه همغږۍ٬كلتور او مكالمې او نړيوال امن زياتولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار روان ساتي۔










