اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكي د وخت سره سره لا قوي كيږي او وده مومي۔د آذربائيجان د آزادۍ ورځ دستوري ته وينا كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه مذهبي، كلتوري او تاريخي خپلولي لري او په بېلو نړيوالو او پارليماني فورمز د يو بل د مؤقف بشپړ ملاتړ كوي۔د سېنېټ چيئرمېن …
پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكي د وخت سره سره لا قوي كيږي۔د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاکستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكي د وخت سره سره لا قوي كيږي او وده مومي۔د آذربائيجان د آزادۍ ورځ دستوري ته وينا كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه مذهبي، كلتوري او تاريخي خپلولي لري او په بېلو نړيوالو او پارليماني فورمز د يو بل د مؤقف بشپړ ملاتړ كوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هندي جارحيت په ضد د پاکستان په فتح آذربائيجان كښې هم بشپړ جشن لمانځلے شوے، كوم چې د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د ملګرتيا او يووالي څرګندونه ده۔ده ووئيل بين الپارليماني يونين او ايشين پارليماني اسمبلۍ كښې د پاکستان او آذربائيجان مؤقف هم غږي لري۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل آذربائيجان په اسلام آباد كښې د تعمير فن او پرمختيائي وژن معارفي كوي دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي، كلتوري او تجارتي رابطي هم تندۍ سره وده مومي۔ده ووئيل پاکستان لپاره آذربائيجان په اونۍ 11 پروازونه پېل كړي،د كومو د لارې چې اسلام آباد او لاهور څخه د مزل سهوليات ترلاسه دي، دغسې د پاکستان نه تر آذربائيجان مزل درې ساعته کم شوے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په سباؤن كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه پروازونه نور هم زياتولې شي دغسې چې اولسي رابطو او سېلګرۍ ته لا وده ترلاسه شي۔ده د پاکستان او آذر بائيجان ملګرتيا لا مستحکمولو له د عزم پخلي كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه د شريكي مرستي د لارې سيمه كښې امن، پرمختګ او سوكالي زياتولو لپاره شريك کردار ترسره كوي۔










