اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د پېښور اولس لپاره د آختر ډالۍ په توګه د جديد اسانيو لرونكي عوامي ايکسپريس د آختر څخه وړاندې د پرانستي اعلان وكړو۔د ريلوے وزارت نه جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير ووئيل د عوامي ايکسپريس رسمي پرانسته به په 24 مئي کولې شي دغسې ټرين د مكمل اپ ګريډ کولو نه پس به …
د ريلوے وزير لخوا د پېښور اولس نه د جديد اسانيو لرونكې “عوامي ايکسپريس” ډالۍ، د غټ آختر څخه وړاندې د پرانستې اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د پېښور اولس لپاره د آختر ډالۍ په توګه د جديد اسانيو لرونكي عوامي ايکسپريس د آختر څخه وړاندې د پرانستي اعلان وكړو۔د ريلوے وزارت نه جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير ووئيل د عوامي ايکسپريس رسمي پرانسته به په 24 مئي کولې شي دغسې ټرين د مكمل اپ ګريډ کولو نه پس به د آختر څخه مخكښې د مسافرو لپاره وړاندې كولې شي۔ده ووئيل جديد ريکس لرونكيے عوام ايکسپريس اولس په كم وخت كښې کراچۍ ته رسولو سره د مسافرو لپار آرام لرونكے دے او معياري سهوليات وركوي۔محمد حنيف عباسي ووئيل اولس له معياري، محفوظ او آرام ده سهوليات وركولو ته د حكومت پام لرنه د حکومت وژن دے۔ ده ووئيل هر يو لويې ښار څخه به يو پرائم ټرين چلولې شي دغسې ريلوے نظام په جديد ډول روانولو لپاره عملي اقدامات روان دي۔وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان ريلوے كښې ښه والي او مسافرو سهولت ته حكومت پام لرنه كوي او ريلوے په څانګه كښې د اصلاحات ميوې به اولس ته ورسولې شي۔










